د ایران دولتي راډیو نن وویل چې دهیواد پارلمان د شل ملیونو ډالرو بودیجې یوه لایحه تصویب کړه چې له هیواده بهر ملیشه ډلو سره مرستې ته بیله شوې ده.
دغه جنګي تمرینونه چې پنځه ورځې به دوام کوي، د تهران هغه اندیښنې څرګندوي چې ګواکې اسرایل او امریکا یې پراټومي لانجمنو تاسیساتو باندې د پوځي حملې نیت لري.
د ایران خبري اژانسونه وايي چې ددغه هیواد د پخواني ولسمشر محمد خاتمي مرستیال علي ابتاهي په ایران کې د تیرې جون میاشت د انتخاباتو په لانجه کې له نیول کیدو وروسته د ۶ کلونو په بند محکوم شوی دی.
د ایران ټلویزیون اعلان وکړ، چې په ایران کې د جون د دولسمې نیټې تر انتخاباتو وروسته د مظاهرو د پارولو او ناارمیو د رامنځته کولو په تور د سیاسي مخالفانو پنځه تنه د مرګ په سزا محکوم شول.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر محمد البرادعي ویلي ایران غواړي چې د خپل اټومي پروګرام له لارې په سیمه کې د یو مهم قوت په توګه ومنل شي.
پر ایران نړیوال فشارونه ددې سبب کیږي، چې دغه هیواد د ملګرو ملتونو د مزاکره کونکي هغه وړاندیزونه ومني، چې له مخې یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوالې اندېښنې کموي.
پاكستاني سرحدي ملېشه وو پرون د ايران پولې ته نيژدې په ماشكېل سيمه كې تر لسو زيات ايراني اتباع په غيرقانوني توګه پاكستان ته د را اوښتو په تور نيولي وو، چې ويل كېدل له دغو ايراني مامورينو څخه وسله هم تر لاسه شوې ده، خو وروستي راپورونه وايي، چې دغه كسان بيرته خوشي كړاى شوي دي.
د ايران حكومت په هغه هېواد كې تر وروستۍ خونړۍ حملې وروسته پرون د پاكستان له بلوچستان سره خپل سرحد په بشپړه توګه تړلى دى.
په كابل كې د ايران سفير د شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل ،هېواد یې په افغانستان كې د څوارلس مليونو ډالرو په ارزښت څلور لويې اقتصادي پروژې پيلوي.
په کابل کې د هند پر سفارت باندې د پنجشنبې د ورځې حمله دا حقیقت نور هم روښانه کوي چې که څه هم افغانستان د روانې جګړې میدان دی خو دغلته روان جنګ په مختلفو جبهو کې په څو اړخیزه شکل ترسره کیږي.
ولسمشر محموداحمدي نژاد وايي د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ له ادارې سره د ایران همکاري د دې هېواد د اټومي پروګرام په برخه کې هېڅ راز شک نه پرېږدي.
نور راوښيه