د دوشنبې په ورځ ماسپښين مهال پاكستاني ملېشه وو د ايران سرحد ته نيژدې په ماشكېل سيمه كې يوولس تنه ايراني اتباع په غيرقانوني توګه پاكستان ته د را اوښتو په تور ونيول، چې د لومړنيو تحقيقاتو له مخې يې په اړه ويل كېدل، چې دغه كسان د پاسداران انقلاب پوځي ډلې مامورين دي.
د ايران سرحد ته نيژدې ماشكېل سيمه له كوټې څخه شاوخوا پينځه سوه كيلوميټره فاصله لري، د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې دغه يوولس تنه ايرانيان د دوشنبې په ورځ په دوو موټرو كې سپاره وو او له ايران څخه پرته له قانوني اسنادو يې د پاكستان په خاوره كې څو كيلوميټره سفر را كړى و، چې د ملېشه ځواكونو يوې پوستې ونيول او د څېړنو او پلټنو لپاره يې په ماشكېل سيمه كې د ملېشه ځواكونو يوه كمپ ته انتقال كړل.
د سې شنبې په سهار وختي په كوټه كې د ملېشه ځواكونو وياند مرتضى بېګ ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه كسان يې تر تحقيقاتو وروسته بېرته خوشي كړي دي:
"موږ د شپې له دوى څخه لومړني تحقيقات بشپړ كړل او دوى بې ګناه ثابت شول، چې بيا مو بېرته ايراني چارواكيو ته وسپارل، دغه كسان د پاسداران انقلاب كسان نه وو، بلكې د ايران عادي خلك وو."
د دغو يوولسو ايراني اتباعو تر نيولو وروسته داسې خبرونه هم وركړل شول، چې له دوى سره وسله هم نيول شوې ده، خو د ملېشه ځواكونو وياند مرتضى بېګ دا خبره رد كړه او ويې ويل سره له دې، چې دغه كسان په غيرقانوني توګه پاكستان ته را اوښتي وو، خو، چې څه مو ورسره تر لاسه نه كړل نو له ايران سره د سرحدي تړون له مخې مو بيرته خوشي كړل:
" دا يو سرحدي تړون دى، چې څوك په غلطۍ سره د سرحد يوې بلې خواته واوړي او بيا پرته له محاكمې خوشي كېږي، زموږ خلك هم، چې په غلطۍ سره ايران ته ور واوړي هغوى يې بيرته خوشي كوي."
د ايران د پاسدارانِ انقلاب يوه مشر بريد جنرال شريف هم خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه يوولس تنه د پاسداران انقلاب مامورين نه، بلكې د ايران عادي كسان دي.
دا په داسې حال كې ده، چې اته ورځې وړاندې د ايران په سيستان بلوچستان ايالت كې په يوه خونړې بريد كې د ايران د پاسداران انقلاب د پينځو لوړرتبه قومندانانو په شمول تر څلوېښتو زيات كسان و وژل شول، چې پړه يې د جندوالله په نامه وسلوالې ډلې پر غاړه واخيسته.
ايران تور لګاوه، چې ګواكې د جندوالله ډلې مشر عبدالمالك رېكي دا برید د پاكستان د بلوچستان په سيمو كې، چې له ايران سره سرحد لري، تنظيم كړې وه او دې ته په پام سره يې د اكتوبر پر نولسمه نېټه له بلوچستان سره خپل ګډ سرحد هم، چې څه د پاسه ۷۰۰ كيلوميتره مساحت لري، د هر ډول تګ و راتګ لپاره تړلى و.
خو پاكستان د ايران دا ادعاوې رد كړې او پاكستان ته راغلي د ايران د كورنيو چارو وزير ته يې په دې برخه كې د هر ډول مرستې ژمنه وركړه.
ګزارش:- باركوال مياخېل- كوټه