د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال په شپږ کاله بند محکوم شو


ایراني چارواکو په دې هېواد کې د ولسمشر له انتخاباتو وروسته د راپورته شویو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو کسان نېولي دي.
ایراني چارواکو په دې هېواد کې د ولسمشر له انتخاباتو وروسته د راپورته شویو مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو کسان نېولي دي.

د ایران خبري اژانسونه وايي چې ددغه هیواد د پخواني ولسمشر محمد خاتمي مرستیال علي ابتاهي په ایران کې د تیرې جون میاشت د انتخاباتو په لانجه کې له نیول کیدو وروسته د ۶ کلونو په بند محکوم شوی دی.

محمد علي ابتاهي له ۱۹۹۷ نیولې تر ۲۰۰۵ کاله پورې د ایران د جمهوري ریاست د مرستیال په توګه وظیفه ترسره کړې ده.

نوموړې په ایران کې له لانجمنو انتخاباتو وروسته د تاوتریخوالي او بلواو د خپرولو په تور محاکمه شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د ایران د جهان اقتصاد ورځپاڼې په حواله وايي ابتاهي د اصلاح غوښتونکو لومړنۍ مهم مشر دی چې د تیرو انتخاباتو له لانجو وروسته محکوم شوی دی.

ایرانیو ورځپاڼو د ابتاهي د لور فاطمه ابتاهي په حواله ویلي پولیسو د علي ابتاهي کور تالاشي کړ او او وروسته يې بیا نوموړی محکمې ته یوړ چیرته چې يې پر هغه صادر شوی حکم اعلان کړ.

رویټرز خبري اژانس وايي ایراني مقاماتو تر اوسه پورې د تیرو انتخاباتو د لانجې اړوند ۵ تنه په اعدام او ۸۱ نور چې نومونه يې نه دې څرګند شوي په قید محکوم کړي دي.

د ایران د حکومت مخالفان ټنیګار کوي چې محمود احمدي نژاد د جون میاشت په انتخاباتو کې د درغلیو له لارې بیا واک ته رسیدلی دی.

بل لور ته بیا تهران ادعا کوي چې بهرنیو قوتونو له انتخاباتو وروسته په دغه هیواد کې پورته شوو شخړو ته لمن وهلې ده.

محمد علي ابتاهي په تیرو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د کاندید مهدي کروبي د سلا کار په توګه ټاکل شوی وه.

د میرحسین موسوي په پلوي د کلمه په نامه دانټرنټ پاڼه وايي د ابتاهي مدافع وکیل هڅه کوي څو نوموړې په ضمانت خوشې کړي.

د ایران د ورستیو انتخاباتو په شخړو کې چې په دغه هیواد د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته تر ټوله لوی بحران بلل شوی زرګونه کسان نیول شوي دي.

د ایران اصلاح غوښتونکو پر حکومت تور لګولی چې د خپلو مخالفانو د زنداني کولو لپاره يې نمایشي محاکمه پیل کړې ده.

د ایران د اصلاح غوښتونکو مشر میر حسین موسوي پر حکومت غږ کړی چې دزور او ډارولو له لارې دې د خلکو د سیاسي دریځونو او نظریو د بدلولو هڅه نه کوي.

موسوي ویلي هغه او پلویان به يې په هر حالت کې د حکومت پرضد خپل احتجاجي حرکت ته دوام ورکړي .
XS
SM
MD
LG