د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

د افغانستان، پاكستان د دفاع وزارتونو او ناټو ويندويانو خپلو کې غونډه وکړه


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي
د افغانستان، پاكستان او د ناټو د درې اړخيزو غونډو په دوام دا ځلې د افغانستان ددفاع د وزارت، د پاكستان د پوځ او د ناټو ويندويان پخپله كې كيناستل، څو د دريو واړو اړخونو ترمنځ د اطلاعاتو د تبادلې او د تبليغاتو د مخنيوي په برخه كې د همكاريو په نويو لارو چارو خبرې وكړي.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په كابل كې جوړه شوې وه او پكې د اطلاعاتو د تبادلې لپاره د يوې ځانګړې كميټې د جوړولو پريكړه هم وشوه.

د افغانستان ددفاع د وزرات وياند جنرال ظاهر عظيمي له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې ددې غونډې په اړه تفصيلي معلومات وړاندې كړل.


جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې د افغانستان، پاكستان او د ناټو د پوځې ويندويانو ترمنځ پدې غونډه كې د ښكيلو اړخونو ترمنځ د اطلاعاتو په تبادله كې او همداراز د تبليغاتو د مخنيوي لپاره د ويندويانو په رول خبرې وشوې.

د افغانستان، پاكستان او د ناټو د پوځي ويندويانو ترمنځ دا لومړنۍ درې اړخيزه غونډه د چهارشنبې په ورځ ناوخته په كابل كې د ايساف د ځواكونو په قومندانۍ كې جوړه شوې وه.

د افغانستان ددفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې په غونډه كې د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيت په برخه كې شتو ستونزو او د هغو د حل په لارو چارو هم خبرې وشوې.

ښاغلي عظيمي په غونډه كې د شويو خبرو په اړه د معلوماتو د وركولو په ترڅ كې وويل.

"په غونډه كې د كيدونكو تبليغاتو او يا د ويره اچوونكو لخوا د كيدونكو تبليغاتو په مخنيوي كې په همكاريو او همداراز د دواړو اړخونو ترمنځ د اړيكو د پياوړې كولو لپاره د ويندويانو په رول خبرې وشوې.

په غونډه كې دا مسئله هم پورته شوه،چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د امنيت په برخه كې كومې ستونزې، چې موجودې دي، د امنيتي چارو ويندويان كولې شي ددغو ستونزو په هواري كې مهم رول ولوبوي."

جنرال عظيمي وويل، چې دا غونډه هم د افغانستان، پاكستان او ناټو ترمنځ د درې اړخيزو ناستو يوه برخه وه ددې لړۍ دويمه ناسته به په اسلام اباد كې جوړه شي.
د افغانستان د دفاع وزارت په يوه اعلاميه كې ويلي، چې پدې غونډه كې د افغانستان له لوري پخپله جنرال ظاهر عظيمي، د پاكستان له لوري ددغه هيواد د پوځ وياند جنرال اطهر عباس او د ناټو د عامه اړيكو د څانګې مسؤل اميرالبحر ګريك سميت ګډون كړې وو.

په اعلاميه كې د ښكيلو اړخونو ترمنځ د اطلاعاتو د تبادلې لپاره د يوې ګډې كميټې د جوړولو يادونه هم شوې.

جنرال عظيمي هم پخپلو خبرو كې د دواړو اړخونو د پوځي ويندويانو ترمنځ په مستقيمو اړيكو ټينګار وكړ او ويويل، چې له دې لارې دوى كولې شي عمومي افكارو ته جهت وركړي.

"كله، چې دوى پخپله كې مستيقيمې اړيكې ولري كولې شي، چې د دواړو هيوادونو رسمي دريځونه له يو بل سره تبادله كړي او په عينې حال كې كولې شي، چې عمومي افكارو ته په جهت وركولو كې ګټور ثابت شي.

او په ځانګړې ډول په اوسنيو شرايطو كې، چې دواړه هيوادونه د ويره اچوونكو له حملو سره مخامخ دي او دواړه هيوادونه په زياتره مواردو كې ګډ اهداف لري."

افغانستان او پاكستان د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د امريكا دوه هغه متحدين دي، چې په تيرو اتو كلونو كې يى اړيكې د لوړو او ژورو ښكار شوي.

افغانستان د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې تل د پاكستان په رول شك څرګند كړې او دغه هيواد يى نه يوازې د همكارۍ په نه كولو بلكه د وسلوالو په ملاتړ تورن كړې خو پاكستان بيا تل دا تورونه رد كړي.

خو نړيوالې ټولنې د شتو ستونزو د پاى ته رسولو او همداراز د تررورزم په خلاف په روانه مبارزه كې ددوى ترمنځ د همكاريو د زياتولو لپاره يو درې اړخيز كمسيون جوړ كړې، چې په مسلسله توګه پخپله كې غونډې كوي او د همكاريو د پراخولو په لارو چارو پكې بحثونه كيږي.

خو ځينې كتونكې بيا دا غونډې هم چندانې اغيزناكې نه بولي او وايي، چې پاكستان لا هم تيار ندې، چې په افغانستان كې د امنيت په ټينګښت كې لازمه همكاري وكړي.
XS
SM
MD
LG