فرانسې د ملګرو ملتونود امنیت شورا له غړیو وغوښتل چې په ایران باندې د نویو بندیزونو لګولو په لارو چارو دې غور وکړي او دا ځکه تهران ونشو کړای ثابته کړي چی اتومي پروګرام یې د سوله ییزو مقصدونو لپاره دی.
د فرانسي له دغه دریځ څخه د امنیت شورا دوو نورو دایمي غړیو انګلستان او متحده ایالاتو ملاتړ کړیدی. خو چین او روسیه چې امنیت شورا کی د ویتو صلاحیت لري ټینګار کوي چی لا هم د ډپلوماسۍ فرصت موجود دی.
د تهران د هستوي پروګرام هیلې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې رابرسېره شوې او له هغه وخت راهیسي د امریکا متحده ایالات په ایران باندي د ملګرو ملتونو د بندیزونو لګولو هلي ځلي کوي.
خو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بل دایمۍ غړي هیواد، فرانسي په تهران باندي د نویو اقتصادي بندیزونو لګولو غږ وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ګیرارد اراود خبریالانو ته وویل چي د خبرو وخت نور تېر شویدی:
موږ غواړو چي دا مسله حل کړو خو دوه اړخیزه پالیسي پرمخ بیایو. له یوې خوا د خبرو پلوي کوو خو له بل لوري په ایران باندي فشار اچوو او فکر کوو چی د فشار زیاتولو وخت دی. فرانسه دي نتیجی ته رسیدلې چی په ایران باندي باید فشار زیات شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غونډې ووروسته، په ملګرو ملتونو کی د امریکا سفېرې سوزان رایس خبریالانو ته وویل ، ایران لا هم د انتخاب فرصت لري:
هغوی چی د بندیزونو او فشار لاندي دي د ځان د خلاصون توان او فرصت هم لري، دوي باید له فرصت نه ګټه واخلي او پدي کار کې انتخاب له ایران سره دی. وخت لنډ دی خو موږ تر اوسه د ایران له خوا کوم ځواب ندی تر لاسه کړی چی زموږ په فکر دا به د ایران ، نړیوالې سولې او امنیت په ګټه وي. که چیري ځواب تر لاسه نکړو نومونږ به په نږدي وخت کې بیرته د امنیت شورا ته راشواو که اړتیا یې ولیدله شي د نورو بندیزونو په اړه به خبرې وکړو.
رایس یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مخکنی دریځ تایید کړ چی وایي ایران د خپل هستوي پروګرام د سپیناوي لپاره د روان کال تر پایه پورې وخت لري.