البرادعي چې په نیویارک کې يې له اټومي وسلو څخه د نړۍ د پاکولو په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل ایراني مقامات بارو لري چې اټومي طاقت په نړیواله سطحه د هغوي هیواد ته اعتبار او قوت وربخښي.
رویټرز خبري اژانس د نوموړي په حواله وايي له بده مرغه د ایراني چارواکو دا استدلال یو څه حقیقت هم لري او هغه ځکه چې له کله نه چې ایران خپل اټومي پروګرام ته پرمختګ ورکړی نړیوالې ټولنې ورسره جدي چلند پیل کړې دی.
محمد البرادعي چې د روانې میاشتې په اخر کې يې د کار موده پای ته رسیږي د اټومي وسلو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل د اټومي انرژۍ نړیواله اداره تر اوسه پورې داسې دقیق او کره معلومات نه لري چې وښيي تهران د اټومي وسلود جوړولو په تکل کې دی.
متحده ایالات ،بریتانیه ،فرانسه ،روسیه ،جرمني او چین چې وايي ایران به ښايي د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي له کلونو راهیسې د ایران لخوا د یورانیمو د غني کولو د بندیدیو غوښتنه کوي.
البرادعي وویل ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پیشنهاد چې په روسیه او فرانسه کې د تهران لپاره د یورانیمو پر غني کولو متمرکز دی یو مناسب فرصت دی.
هغه وویل ایران او امریکا کولی شي چې ددغه پیشنهاد پواسطه د تهران د اټومي پروګرام په اړه اوږده لانجه د حل په لور یوسي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر په حواله رویټرز خبري اژانس وايي ایران په تیرو کلونو کې چمتو شوی وه چې د یورانیمو غني کول ودروي خو د البرادعي په وینا هغه مهال د جورج بوش ادارې پر تهران داسې شرطونه وضعه کړل چې ایران لپاره يې منل نا ممکنه ول.
خو د امریکا اوسني ولسمشر باراک اوباما دایران په اړه د واشنګټن په تګلاره کې نرمي راوستې او له تهران سره يې د دغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرته له قید او شرطه د خبرو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر لویدیځ دیپلوماټآن بیا وايي چې ایران د خپلو یورانیمو د غني کولو د پروسې د درولو په اړه جدي نه دی.