د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

د اوباما او د ترکیې د صدراعظم تر منځ خبرې


د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان په واشینګټن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ولیدل .
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان په واشینګټن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ولیدل .

د ترکیې صدراعظم رجب تیپ اردوغان پرون په سپینه ماڼۍ کې د دامریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره وکتل.

دامریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، دی او د ترکیې صدراعظم رجب تیپ اردوغان په دې ټکي موافق دي چی د ناټو د دواړو غړویو هیوادونو لپاره ترټولومهمه مسله داده چې دایران اټومي پروګرام باید د حل لاره ومومي.

اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې وویل، ترکیه له ایران سره په خبرو کې مهم رول لوبولی شي:
(( ما صدراعظم ته وویل ، دا ډیره مهمه ده چې دایران داټومي توان مسله حل شي په داسې شکل چې ایران وکولای شي داټومي انرژۍ سوله ییز پروګرام پرمخ یوسي خود دې کار لپاره باید ضمانت ورکړي چې داپروګرام به نړیوالواصولواواومقرراتو په رڼا کې پرمخ وړي. زه په دی باور یم چې ترکیه کولای شي په دې مسله کې مهم رول ولوبوي او ایران دې مسیر ته برابر کړي.))

د ترکیی صدراعظم وویل هیواد یې له متحده ایالاتو سره دایران د اټومي پروګرام په ګډون د سیمې د مختلفومسایلوپه اړه ګډ اقدامات کړي دي او یوځل بیا یې په دې ټینګار وکړ چې د دې پروګرام حل باید له ډیپلوماتیکې لاری یقیني شي.

اردوغان زیاته کړه، موږ نه غواړو چې په سیمه کې مو یوهیواد اټومی وسلې ولري اوهغوی چې وسلی لري ترې غواړو چې له مینځه یې یوسي.

متحده ایالات اویوشمیرنورغربي هیوادونه اندیښنه لري چې دایران هدف داټومي وسلو لاس ته راوړل دي. خواردوغان وویل دی دایران پر دې خبره چې وایي پروګرام یې سوله ییز دی، باورلري.

د ترکیی صدراعظم تیره میاشت له تهران څخه کتنه کې د ګازاو سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړل او له هغې وروسته په استانبول کې د اسلامی هیوادونو په سرمشریزه کی د ایران د ولسمشر محمود احمدی نژاد کوربه وه چې هغه یې دیوه ښه دوست په نوم یاد کړ.

اردوغان دغه راز پرایران دملګروملتونه سخت بندیزونه وغندل.

دامریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې دناټو په ماموریت کې د انقری د پراخ رول ستاینه وکړه.

ترکیه د ناټو یواځینی اسلامی غړی دی چې دتیر نومبر په میاشت کې یې په کابل کی دایساف د عملیاتو مشري پر غاړه واخیسته.
دترکیی شاوخوا ۱۷۰۰ عسکر په دې ځواک کې خدمت کوي.

افغانستان ته دامریکا د دیرش زره نوروعسکرو له اعلان وروسته چې له ناټو څخه هم د لس زره عسکرو غوښتنه شوې، انقرې ویلي چې نور عسکر افغانستان ته نشی لیږلی.

دامریکا ولسمشر او دترکیې صدارعظم په دې کتنه کې دارمنستان او دترکیې داړیکو په اړه چې دواړو هیوادونو له زړې دښمنۍ وروسته د تیر اکتوبر په میاشت کې د اړیکو د عادي کیدو یو تړون لاسلیک کړ، هم خبرې وکړی.

اوباما له ارمنستان سره د ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا ټینګیدو ستاینه وکړه .

دواړه مشران داسرایل اوفلسطین د کړکیچ د حل پرلارو چارو هم وغږیدل.

د ترکیې صدراعظم چې هیواد یې په منځني ختیځ کې په تیره داسرایلو او عربو ترمینځ د منځګړي رول لوبولی، په ښکاره د فلسطینانو په وړاندې داسرایل پرسیاستونو انتقاد کړی دی.
XS
SM
MD
LG