د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

ایران له پاکستان سره خپل سرحد تړلی


ایران له پاکستان سره خپل سرحد په بشپړه توګه وتړه.
ایران له پاکستان سره خپل سرحد په بشپړه توګه وتړه.

د ايران حكومت په هغه هېواد كې تر وروستۍ خونړۍ حملې وروسته پرون د پاكستان له بلوچستان سره خپل سرحد په بشپړه توګه تړلى دى.

د يكشنبې په ورځ د ايران د سيستان ايالت په پښين سيمه كې تر خونړۍ حملې وروسته، چې په نتيجه كې يې د پاسداران انقلاب پوځي ډلې د پينځو قومندانانو په شمول تر څلوېښتو زيات كسان و وژل شول، د ايران حكومت د دوشنبې په ورځ له بلوچستان سره خپل ګډ سرحد، چې څه د پاسه ۷۰۰ كيلوميتره مساحت لري، د هر ډول تګ و راتګ لپاره وتاړه.

د ايران پولې تر څېرمه د تفتان سيمې ناظم يا ښاروال جليل ممداني وايي، د پولې تړل به يې د خلكو پر اقتصاد سخت منفي اغېز وكړي:

"كه اوس دا پوله په پرله پسې توګه وتړل شوه، نو د دې ځاى خلك به د نېستۍ له لاسه تافتان سيمه پرېږدي او د ايران پولې تر څېرمه، چې څومره خلك اوسېږي نورو سيمو ته به كډې وكړي، ځكه دلته ټول غريب خواريكښ خلك اوسېږي، هغوى د پولې له لارې مزدوري او تجارت كوي او د ګټې وټې يواځينۍ وسيله يې همدا پوله ده.

دوى نه كښت كرونده لري، نه فابريكې لري، نه دولتي وظيفې لري، دوى يواځې د همدې پولې له لارې د سهار ماښام ډوډۍ ګټي."

جليل ممداني وايي د ايران او بلوچستان تر منځ د ګډې پولې دواړو غاړو ته بلوڅان اوسېږي، چې وايي هغوى تر خپل منځ خپلوۍ او دوستۍ سره لري او هره ورځ د پولې پر سر تګ و راتګ كوي، وايي كه ايران سرحد وتړي دا به د پولې داوړو غاړو ته د پرتو خلكو تر منځ د بېلتون كرښه ايستل وي:

"په ۱۹۵۸م كال د پاكستان او ايران تر منځ يو تړون لاسليك شوى و، چې له مخې به يې پولې ته څېرمه خلكو ته تر سرحد د اوښتو لپاره راهداري وركول كېدله، چې له ايرانه به يې پاكستان ته خوراكي شيان راوړل او په ځينو ځايونو كې، چې ايراني سرتېري به د پولې پر سر موظف وو، د بلوچستان له غاړې به يې اوبه وړلې او د تافتان او هغې خواته ايراني بلوڅانو تر منځ خپلوۍ او دوستۍ دي، چې له يوه بله يې رغېده نه شته."

د دې خونړۍ حملې، چې ځان وژونكې بلل كېږي، پړه د جندوالله په نامه يوې سني ډلې پر غاړه واخيسته.

د دې ډلې مشر عبدالمالك رېكي وايي: دوى د ايران په سيستان بلوچستان كې له بلوڅو سره د ايراني حكومت د ناروا چلند له امله وسلوال مقاومت پيل كړى دى.

ايران تور لګوي، چې د يكشنبې د حملې عاملين د پاكستان په بلوچستان كې موجود دي، خو د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك د دوشنبې په ورځ د ايران دا خبره رد كړه.

همدا پوښتنه مو د تفتان سيمې ښاروان جليل ممداني ته هم وړاندې كړه:

"د جندوالله په نامه چې هره ډله ده او هر چېرې ده، دا د ايران خپل خلك دي او د پاكستان خلك نه دي، د جندوالله ډله نه په پاكستان پورې اړه لري، نه يې كوم كس يا مشر زموږ په سيمو كې اوسېږي او نه هم دلته فعاليت كوي، موږ په ايران كې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه افسوس كوو، خو دا خپله د ايران په كورنيو مسايلو پورې اړه لري او دا د دوى خپل خلك دي."

د يادونې وړ ده، چې د جندوالله په نامه وسلوالې سني ډلې تر دې پخوا هم په ايران كې د بېلابېلو وسلوالو حملو پړه پر غاړه اخيستې ده، خو دا لومړى ځل دى، چې په ايران كې يې د يكشنبې د ورځې په خونړۍ ځانوژونكې حمله كې په لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ګزارش:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG