د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

په ایران کې پنځه تنه نور په اعدام محکوم شول


ډاکتر رامین پور اندرجاني چې د شکنجه شویو بندیانو درملنه یې کوله په مرموزه توګه مړشوی دی.
ډاکتر رامین پور اندرجاني چې د شکنجه شویو بندیانو درملنه یې کوله په مرموزه توګه مړشوی دی.

د ایران ټلویزیون اعلان وکړ، چې په ایران کې د جون د دولسمې نیټې تر انتخاباتو وروسته د مظاهرو د پارولو او ناارمیو د رامنځته کولو په تور د سیاسي مخالفانو پنځه تنه د مرګ په سزا محکوم شول.

د مرګ په سزا ددغو پنځو کسانو محکوم کیدل له هغو دریو وژل شویو کسانو څخه جلا دي، چې تیره میاشت اعدام شول.

ایراني مقاماتو ددغو پنځو کسانو څخه د یوه تن هویت هم نه دی څرګند کړی.

د اسوشیتد پرس اژانس پراساس، د ایران له اګسټ میاشتې راهیسې د سیاسي مخالفې ډلې له سلو څخه زیاتو مهمو غړیو او فعالانو محاکمه پیل کړه، چې ګڼ شمیر یې په ناارامیو، جاسوسۍ او د دولت پرضد د توطیو په جوړولو تورن شوې دي.

بل لورته پوراندرجاني یو ایرانی ډاکټر چې د تهران په وحشتناکه زندان کې یې د شکنجه شویو بندیانو درملنه کوله مړ شو.

دده د مړینې په هکله متناقض راپورونه ورکړل شوې دي، ځینې وایي،نوموړی د زړه د دریدو او د موټر د ټکر له امله مړ شوی دی. نور بیا وایي، ده خودکشې کړې ده. خو ددولت ګڼ شمیرمخالفان ادعا کوي، چې دغه شپږ ویشت کلن کس وژل شوی دی.

د اسوشیتد پرس اژانس د راپور پر اساس، د پوراندارجاني د وژل کیدو خبر د لومړي ځل لپاره د مخالف ګوند په ویب پاڼې کې خپور شو، چې وروسته مقاماتو دا خبر تایید کړ.

د روزان لاین د ویب پاڼې خبریال حنیف مزروعي ویلي، نوموړي د روانې اوونۍ په پیل کې له یوه ډاکټر سره ارتباط درلود او هغه ور ته وویل، چې ډاکټر پوراندارجاني ځان وژلې دی.

مزروعي اسوشیتد پرس اژانس ته وویل، دغه ډاکټر چې د پوراندار جاني همکار و، وروسته ده ته په تیلفون کې ویلي، د پرواندارجاني
وژنه مشکوکه ده او مقامات نه غواړي چې په دې هکله څه ووایي.

لومړی یوه مقام وویل، چې ډاکټر پوراندارجاني په خوب کې د زړه د دریدو له امله مړ شو. تر دې وروسته دوی وویل، چې نوموړی مسموم شوی دی. او د تهران د لوی څارنوال عباس دولت ابادي دفتر د دوشنبې په ورځ وویل، د معایناتو له لومړنیو نتایجو څرګندیږي، چې هغه د مسموم کیدو له امله نه دی مړ شوی.

د ایران د مخالفانو په ویب پاڼه کې راغلي، په ډاکټر رامین پوراندار جاني باندې فشار وو، چې د یوه پیژندل شوي کس د مړینې سند بدل کړي او وروسته یې د پارلمان له څارونکې کمیسیون سره، چې ددې قضیې په اړه یې تحقیقات کول، خبرې کړې وې.

د سرغړاونوزیاتې قضیې تهران ته نژدې د کاریزک په زندان کې لیدل شوې دي، هلته چې ډاکټر پوراندارجاني د یوازنې ډاکټر په توګه وظیفه ترسره کوله او په اوونۍ کې یو ځل یې د پوځي خدمت له امله هلته کار کاوه.
په دې زندان کې یوشمیر نیول شوي اعتراض کونکي مړه شول او د دولت د مخالفانو په شمول یې ځینې محافظه کاران چې د ایران د دولت ملاتړ کوي، هم په قهر کړل.

د ایران د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته زیات شمیر خلکو په انتخاباتو کې د درغلیو پرضد اعتراضي مظاهرې وکړې، چې دولت په سلهاوو اعتراض کونکي ونیول او د کاریزک زندان ته یې ولیږل. د حکومت مخالفان وایي، لږترلږه نهه شپیته کسان په دې مظاهرو کې وژل شوې دي.

د مخالفې سیاسي ډلې د ویب پاڼې پر اساس، ډاکټر پوراندارجاني یوه اوونۍ تر هغو پورې بندي و، څو له دې اعلان سره یې موافقه وکړه، چې د روح الامین د مړینې سبب وهل ټکل نه بلکې دمننژیټ ناروغي وه.

د ډاکټر پوراندارجاني پلار وایي، دی د حکومت لخوا د خپل زوی د مړینې په اړه شوي تورونه نشي منلی. خو هغه د خپل زوی په وژنه دولت نه دی تورن کړی.


د بند په مهال د یو شمیر مظاهره کونکو مړینې د دولت د مخالفانو او همدا راز د هغو محافظه کارانو غوصه راپارولې ده چې د دولت ملاتړي دي.

د ایران د عدلیې وزارت پرون اعلان وکړ، چې پنځه کسان د مرګ په سزا او یو اتیا نور له پنځلسو کلونو څخه تر شپږ میاشتو په بند محکوم شول.
XS
SM
MD
LG