ایران پرون له احتمالی حملو څخه د خپلو اټومي تاسیساتو د خوندي کولو په نیت دهوایي مدافع پراخ تطبیقات پیل کړل.
دغه تطبیقات چې پنځه ورځې به دوام کوي دایران په لویدیځ کې یوه پراخه سیمه رانغاړي چې دهیواد له دریو برخو څخه یوه برخه جوړوي.
دایران ایرنا دولتی اژانس وویل دا ډیر پراخ تطبیقات دي.
تهران په منظم ډول پوځي تمرینونه ترسره کوي او ادعاکوي چې پوځ یې ورځ تربلې پیاوړی کیږي او ددې توان لري چې د خپل اټومی پروګرام څخه داحتمالي حملو په وړاندې دفاع وکړي.
خو له دغو تطبیقاتوسره د لومړي ځل لپاره دایران دهوایي مدافع ځواک یوځای شوی دی.
د ازادی راډیو د ایران د څانګی دراډیو فردا خبریال حسین ارین وایي:
((پخوا تطبیقات له هوایي مدافع ځواک سره هماهنګ شوي نه وو. دغه تطبیقات په منظم ډول دهوایي ځواک له خوا ترسره شوي چې کله انقلابي ګارډ هم په کې برخه لرلې ده. په ورستیو کې ایران ټول دغه ځواکونه سره منسجم کړي اوورڅخه یې یوهوایي مدافع ځواک جوړ کړی. په دی کې هیڅ شک نشته چې له دغو تطبیقاتوڅخه هدف دادی چې دایران د اټومي تاسیساتو په ګډون دهیواد مهم تاسیسات خوندي کړي.))
د دغو پوځی تمرینونوپه درشل کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک لوړرتبه روحانی مشرخبرداری ورکړچې که پر ایران حمله وشي نو پراسرایل به توغندي واوروي.
په انقلابی ګارډ کې د ایران د سترمذهبی مشر علی خامنه یي استازي مجتبی زولنور د تیرې شنبی په ورځ ایرنا ته وویل چې که داسرایل میزایل دایران په خاوره کې ولږیږي نودایران لرې واټن ویشتونکی توغندی به دتل بیب مرکز په نښه کړی.
اسرایل او دامریکا متحده ایالاتو ایران ته خبرداری ورکړی چې که د خپل لانجمن اټومي پروګرام څخه چې داټومی وسلو د جوړلو شک پری کیږی، لاس وانخلي نو به له نظامي قوې څخه کارواخلي.
تهران دا ادعاوی ردوي او وایي چی اټومی پروګرام یې یوازې د انرژۍ دتولید لپاره دی.
دایران له خوا د هوایی مدافع د ځواک دغه تمرینونه دوه ورځې وروسته له هغی پیل شوي چې د شپږو قدرتونو دامریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسی، روسیی، چین او جرمنی استازیوپه بروسل کی د تهران د اټومی فعالیتونو د بندولوپه نیت جوړی شوی غونډی کی د تهران پرهغه قدام مایوسی وښوده چی له هیواده بهر یی دخپلو اړتیا وړ یورانیمود غنی کولو لپاره د ملګروملتونو پلان رد کړ.