د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په رانيږدې كېدلو سره د انتقالي عدالت د همغږۍ په نوم يوې ډلې له راتلونكي ولسمشر څخه غوښتي چې د حكومت په جوړښت كې دې جنګي مجرمينو ته ځاى ورنه كړي.
د شا او خوا شلو مدني ټولنو او د بشر د حقونو د ملاتړ له ټولنو نه جوړې دغې ډلې د سې شنبې په ورځ په كابل كې په يوې خبري غونډه كې د يوې اعلاميې د خپرولو په ترڅ كې په راتلونكي ولسمشر د دوى د دغې غوښتنې د پوره كولو غږ وكړ.
د دغې ډلې يو استازي يوسف اختر وويل چې دا يواځې د دغې ډلې غوښتنه نه بلكې د افغانستان د ټولو خلكو غوښتنه ده:
"زموڼږ يوه غوښتنه دا ده چې بايد په راتلونكي حكومت كې جنګي مجرمينو ته ځاى ور نه كړل شي او مونږ هيله من يو چې زمونږ غوښتنې بې ځوابه پاتې نه شي.
زمونږ دا اعلاميه دې ولسمشرۍ لپاره ټول كانديدان ولولي، ځكه دا يوازې زمونږ غوښتنه نه بلكې د ټولو افغانانو غوښتنه ده."
په دغې اعلاميه كې دا هم ويل شوي چې راتلونكى حكومت بايد د جګړو د قربانيانو پاتې شونو ته جدي پام واړوي او د بشر د حقونو درناوى وكړي.
د دغې ډلې يوې بلې استازې ناهيد ملكزۍ وويل ، دوى له خلكو هم غواړي چې د رای وركونې پر مهال د پوره غور او دقت نه كار واخلي:
"مونږ غوښتل چې خلكو ته هم دا ورسوو چې تاسې حق لرئ او تاسې بايد پوه شئ چې څه ډول يو كانديد ته رایه وركړئ، مونږ د هيچا په ګټه كار نه كوو خو دا غواړو چې جنګي مجرمين په راتلونكي حكومت كې ځاى و نه لري."
د راتلونكي حكومت په جوړښت كې د جنګي مجرمينو د نه موجوديت په اړه په داسې حال كې دا خبرې رامنځ ته كيږي چې په دې ورستيو كې په افغانستان كې د حقونو د څارنې يوې ټولنې دا انديښنه ښودلې ده چې د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره ځيني كانديدان د افغانستان په جګړو او ورانۍ كې ښكيل دي.
كارپوهان وايي چې د هرې ممكنې لارې څخه چې وي بايد په افغانستان كې د جګړې اور ته د پاى ټكى كيښودل شي او د خلكو د غوښتنې سره سمه يوه سالمه ادره رامنځته شي.
راپور : اجمل تورمان