د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۸

يوناما: افغانان دې د هغو خلكو مخه ونيسي چې انتخابات ګډوډوي


د یو ناما ویاند علیم صدیق وايي په دې هېله دي چې په انتخاباتو کې به امنیت د ډاډ وړ وي.
د یو ناما ویاند علیم صدیق وايي په دې هېله دي چې په انتخاباتو کې به امنیت د ډاډ وړ وي.

په كابل كې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما مسوولينو له افغانانو څخه غوښتنه وكړه چې فرصت طلبو خلكو ته دې په انتخاباتو كې وخت نه وركوي، څو تاوتريخوالى ايجاد كړي.

د يوناما يوه وياند د دوشنبې په ورځ په كابل كې جوړې شوې غونډې ته وويل ځينې فرصت طلبه خلك كوښښ كوي د انتخاباتو په ورځو شپو كې امنيت ګډوډ كړي او په دې توګه په دغو انتخاباتو كې د خلكو د ګډون مخنيوى وكړي.

عليم صديق وويل دا د هر افغان ملي مسووليت دى چې په افغانستان كې د نا امنيو مخه ونيسي:

”راېه وركوونكي دې ډاډمن وي چې د امن او ډاډ په فضا كې راېه وركولاى شي، كانديدان بايد افغاني ټولنو ته د لاس رسۍ فرصت ولري چې خپل پروګرامونه او هيلې له خلكو سره شريكې كړي.
له افغانانو څخه غواړو د هغو كسانو مخنيوى وكړي چې د افغانستان د تاريخي انتخاباتو په وخت كې تاوتريخوالى ايجاد وي او له خلكو دا چانس اخلي.“

د ملګرو ملتونو چارواكي وايي په دې هېله دی چې د انتخاباتو په شپو ورځو كې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وي.

په عين حال كې د افغانستان په ځينو برخو كې تاوتريخوالى او ناامني پراخه شوې چې د ملكي افغانانو تر څنګ د بهرنېو سرتېرو وژنه هم زياته شوې ده.

د دې تر څنګ ګڼو افغان او بهرنيو ځواكونو په ځينو جنوبي ولايتونو كې په دې هدف پوځي عمليات پيل كړي چې د سيمې خلكو ته په انتخاباتو كې د ګډون زمينه برابره شي.

د يوناما وياند عليم صديق په غونډه كې دغه راز وويل په كار ده په راتلونكو انتخاباتو كې د درغليو د مخنيوي په اړه هم فكر وشي:
”موږ هېڅكله دا نه دي ويلي چې سږ كال په انتخاباتو كې به درغلي نه كېږي، د خلكو يو كوچنى اقليت كوښښ كوي د انتخاباتو په اړه د خلكو تمايل بدل كړي او د افغانستان خپلواك كميسيون بايد له ټولو امكاناتو په استفادې د درغليو د پېژندنې، تعقيب او مخنيوي لپاره كار وكړي.“

په دې وروستيو كې د اروپايي ټولنې د څارونكو د پلاوی مشر له ازادۍ راډيو سره په مركه كې وويل كه چېرې د افغانستان په را روانو انتخاباتو كې د درغلۍ څرك ولګوي، غلي به پاتې نه شي او دا عمل به محكوم كړي.

خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون ډاډ وركړى چې كوښښ به كوي په دغو انتخاباتو كې د درغليو مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG