د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

حکومت وايي په بالامرغاب ولسوالۍ کې د شوي تړون ملاتړ کوي


افغان دولت وايي په باغیس ولایت د کې تړون ملاتړ کوي او غواړي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره په نورو سیمو کې هم د ورته تړونونو لپاره زمینه برابره کړې.

افغان دولت وايي، د باغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د شوي تړون ملاتړ کوي او غواړي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره په نورو سیمو کې هم د ورته تړونونو لپاره زمینه برابره کړې.

په بالا مرغاب ولسوالۍ کې دا وروستې تړون د ځايي سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړیتوب شوې، چې له مخې يې طالبان د دې ولسوالۍ له درېو مهمو سیمو څخه په شاه شوي دي.

د ولسمشر کرزي یو ویاند احمد ضیا سیامک د ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوي به په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون د امکاناتو د برابرولو لپاره له دغه تړون نه د یوې بیلګې په توګه کار واخلي.

"مونږ غواړو، چې په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له شوي دغه وروستي اوربند نه د نورو سیمو لپاره د یوې بیلګې په توګه کار واخلو او د دې امکانات برابر کړو، چې خلک وکولې شي په ازادانه توګه د راې اچونې مرکزونو ته ورشي او رایې ورکړي."

ښاغلي سیامک وویل، د ځايې سپین ږیرو او د طالبانو د ځايې قومندانانو ترمنځ په شویو خبرو کې، چې د دولت بشپړ ملاتړ ورسره وو په دریو عمده ټکو موافقه شوې.

د نوموړي په وینا طالبانو دا منلې، چې په سیمه کې د اوربند ترڅنګ د انتخاباتو بهیر به نه ګډوډوي او د حلقوي سړک د جوړولو د کار په وړاندې، چې د بالامرغاب له ولسوالۍ څخه تیریږي خنډونه نه رامنځ ته کوي.

خو ښاغلي سیامک دا هم وویل، چې له کومو سیمو څخه، چې طالبان په شا شوي اوس د ځايي سپین ږیرو او قومي مشرانو له خوا اداره کیږي.

په تېرو اتو کلونو کې دا دوهم ځل دی، چې د افغانستان په یوه سیمه کې له طالبانو سره اوربند کیږي، تر دې مخکې په هلمند کې هم یو ورته اوربند لاسلیک شوې وو، چې وروسته يې ستونزې وزیږولې خو ښاغلي سیامک وویل، چې دا تړون د موسې کلاله تړون سره زیات توپیر لري.

"لومړې خو دا تړون له هغه تړون څخه، چې په هلمند کې شوې وو توپیر لري.دا تړون د دولت تر څارنې لاندې شوی دی او روان حالات له نږدې څاري.مونږ هېله مند یوو، چې دا اوربند، چې د خلکو د هڅو په پایله کې را منځ ته شوې یو بریالی او دوامداره اوربند به وي."

د افغانستان په شمال لویدیځ کې له طالبانو سره دا تړون په داسې حال کې شوی، چې اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کاندیدانو انتخاباتي مبارزو د وسلوالو مخالفینو حملو زور اخستی.

خو دا نده څرګنده، چې په بالامرغاب کې شوې اوربند به تر کومه وخته په خپل حال پاتې شي او ځايي طالبان به انتخابات نه ګډوډوي دا ځکه چې تراوسه پورې دا روښانه نه ده، چې له شوې تړون سره طالب مشران موافقه لري او که څنګه.
XS
SM
MD
LG