د مركز او ولايتونو په لسګونو ښځو په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې وويل چې افغان ښځې به دې ته وهڅوي چې په انتخاباتو كې فعاله ونډه واخلي.
د اروپايي ټولنې دوره يي ریيس له ولسمشر كرزي، خپل افغان سيال او يو شمير نورو افغان چارواكو سره وكتل. كارل بلد يو ځل بيا د افغانستان د انتخاباتو په برخه كې په خپلو مرستو ټينګار وكړ.
په كابل كې د حركت انقلاب اسلامي و ملي افغانستان ګوند مشر مولوي محمد سعيد هاشمي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو كې كانديد و، نن جمعه د ولسمشر حامد كرزي په ګټه له خپلې كانديداتورۍ څخه تېر شو.
د ولسمشر حامد کرزي انتخاباتي سیالانو له دې امله پرنوموړي انتقاد وکړ چې د تېرې شپې په ټلویزیوني مباحثه کې یې ګډون ونکړ.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي وايي كانديدانو ته وخت ټاكل شوى و، چې په هغه موده كې يې كولاى شواى يو بل ته له خپلې كانديدۍ تېر شي يا هم په خپلو كې ایتلافونه وكړي.
كوچيانو ښاغلي احمدزې د جمهوري رياست د څوكۍ لپاره يو مناسب شخص وگڼلو او ژمنه يې وكړه چې په انتخاباتو كې به ورته راېه وركړي.
حامد کرزي د انتخاباتي مبارزو د دفتر وياند وايې چې ښاغلى كرزۍ به هرومرو له نورو كانديدانو سره په يوه مناظره كې چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا برابره شي برخه واخلي.
د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویرسولانه په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په شافیت ټینګار وکړ اويې ویل چې اروپايې ټولنه به دا انتخابات په ټول جدیت سره وڅاري.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د رسنیو له خوا د انتخاباتي مبارزو پوښښ په ټينګه څاري او په دې برخه كې يې د دولتي او خصوصي رسنيو ځینې سرغړونې موندلې دي.
د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون وايي چې د موجه شكايتونو پراساس د نيمروز او كونړ د ولايتي شوراګانو دوه تنه كانديدان له لست څخه لري شوي او پنځه تنه نور كانديدان لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
نور راوښيه