د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۹

حبیب منګل: د انتخاباتو د کمیسیون چارواکي دې له دندو لرې شي


په کابل کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدانو یو اییتلاف د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو د کمسیونونو په کړنو اعتراض وکړ او د هغوی کارونه يې غیر شفاف وبلل.

دغو کاندیدانو، چې د همغږۍ د شورا په نامه په یو ايیتلاف کې راټول شوي او شمېر يې څلور ویشتو کسانو ته رسیږي د شنبې په ورځ په خپله یوه غونډه کې، چې د کابل ښار په یوه خلاصه سیمه کې جوړه شوې وه یو پرېکړه لیک هم خپور کړ.

د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې، چې د جمهوري ریاست څوکۍ ته کاندید د ډاکټر حبیب منګل لخوا لوستل کیده ویل شوي دي.

"د انتخاباتو د خپلواک کمسیون او د شکایتونو د اورېدو د کمسیون په کارونو کې د شفافیت نه موجودیت او کاري نیمګړتیاوې داسې موجودې دي، چې د بیان لپاره يې هیڅ ضرورت نشته.
مونږ د دې ستونزې هوارې د یادو شویو کمسیونونو د رییسانو او مهمو چارواکو په ګوښه کولو کې وینو او د دوی پر ځاې د صالح او ناپیلو کسانو د ټاکلو غوښتونکي یو."

د کاندیدانو د همغږۍ د شورا په پرېکړه لیک کې د انتخاباتي کمپاینونو د چارواکو وژلو او ګواښولو ته هم اشاره شوې او د هغې په اړه اندیښنه څرګنده شوې وه.

په پریکړه لیک کې دغو کاندیدانو دا هم ویلي دي، چې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د ځینو ځانګړو کاندیدانو په ګټه له دولتي امکاناتو څخه ناوړه استفاده لا هم روانه ده.

خو هم دولت او هم د انتخاباتو خپلواک کمسیون بیا بیا ویلي دي، چې دوی هیچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې له دولتي امکاناتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون د کاندیدانو د یاد شوي اییتلاف دا تورونه په کلکه رد کړل.

د دغه کمسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل:

"دا ادعاګانې دي، دوی تل ادعاوې کوي، خو د دې لپاره، چې د دوی دا ادعاوې ثابتې شي دوی باید د شکایتونو د اورېدو کمسیون ته شواهد او اسناد وړاندې کړي."

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتي مبارزو له پیل سره سم د کاندیدانو دا اییتلاف رامنځ ته شو.

د دغه اییتلاف غړي وايي، چې له دې شورا نه د دوی هدف په انتخاباتو کې د درغلیو مخنیوې او د شفافیت منځ ته راوړل دي.

دې شورا دا هم ویلي دي، چې هڅه کوي په یو واحد کاندید سره سلا شي خو د دغه شورا ځینو غړو بیا له دې کار سره مخالفت څرګند کړې دې.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات د روانې زمري میاشتې په نهه ویشتمه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG