د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې غواړي د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ د اقتصادي طرحو د سیالیو له لارې د هغو دریو او یا پنځو کاندیدانو ترمنځ، یوه مناظره جوړه کړي ، چې غوره اقتصادي طرحې يې وړاندې کړی دي.
د دغې خونې ریس قربان حقجو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دوي غواړي د کاندیدانو له خوا وړاندې شوې اقتصادي طرحې له انتخاباتو مخکې د دوي له بیوګرافیو سره یو ځاې چاپ او د خلکو په واک کې ورکړي.
ښاغلي حقجو وویل، چې دوي د دغو طرحو د څیړلو او د مناطرې لپاره د کاندیدانو د انتخاب چارې د اقتصادي کارپوهانو یو کمسیون ته سپارلې دي:
"مونږ هر څومره طرحې، چې راټولې کړې له هغو څخه به درې یا پنځه، چې لا نهايي شوې نه ده انتخابوو او وروسته يې د خصوصي سکتور له استازو یوې مناظرې ته رابولو.
په دې مناظره کې به دوي ته موقع ورکړاې شي، چې په لسو دقیقو کې خپلې اقتصادي طرحې تشریح کړي. او له دې وروسته به دوي هغو پوښتنو ته ځوابونه ووايي، چې د خصوصي سکتور له خوا پورته کیږي."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې دا هم وویل، چې دوي به د کاندیدانو د اقتصادي طرحو له مطالعې وروسته له هغه کاندید څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، چې د دوي په اند ښه اقتصادي پروګرامونه ولري.
په عینې حال کې ملي سوداګر او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال اذرخش حافظي هېله څرګنده کړه، چې دا پروګرام به کاندیدان وهڅوي، چې غوره او جامع اقتصادي طرحې وړاندې کړي:
"د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې دا اقدام په رښتینې ډول د ملي ګټو او د دې خونې د مسولیتونو لپاره دې.
مونږ حق لرو، چې کاندیدان راشي او د خصوصي سکتور په استازیتوب ووايي، چې دوي څه پروګرامونه لري، ممکن مونږ دوي ته د دوي د اقتصادي پروګرامونو په اړه مشوره هم ورکړو."
په افغانستان کې د انتخاباتي مبارزو له پیل راهیسې د جمهوري ریاست کاندیدانو د هېواد د روانو اقتصادي ستونزو د حل لپاره بیلا بیل پروګرامونه وړاندې کړې دي.
د روانو چارو څارونکي په دې باور دي، چې د ځینو کاندیدانو له خوا وړاندې شوې اقتصادي طرحې یا خو ناقص دي او یا هم عملي اړخونه نلري.
خو تراوسه دا روښانه نه ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه به د کوم کاندید طرحه ومني او د هغې ملاتړ به وکړي.