د دوبي تر رخصتيو وروسته د مشرانو جرګې په لومړۍ غونډه كې، چې د يكشنبې په ورځ جوړه شوه، پر ځينو مسايلو خبرې وشوې.
په دې غونډه كې د مشرانو جرګې نيمايي استازي حاضر وو، ځينو سناتورانو د خپلو ولايتونو د خلكو ستونزې بيان كړې. خو داسې هم وويل شول چې ښايي زيات سناتوران او وكيلان په كمپاينونو بوخت وي.
د مشرانو جرګې اداري پلاوې د دوبي تر رخصتيو وروسته په خپله لومړۍ غونډه كې وويل، ښايي د ځينو مسايلو پر اساس يې نصاب پوره نه شي.
د مشرانو جرګې لومړي منشي امين الدين مظفري وايي دوي بيا هم كوښښ كوي په عادي ډول خپلې غونډې جوړې كړي، كه يې نصاب نه و پوره، بيا په رخصتيو ځي:
”څرنګه چې د ولايتي شوراګانو انتخابات د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره يوځاى كېږي، د مشرانو جرګې ځينې غړي چې نويو انتخاباتو ته كانديدان دي، دوي به ښايي په خپلو كمپاينونو بوخت وي، ځينې نور به نورو كانديدانو ته كمپاينونه كوي، موږ په عادي ډول خپل مجلس پيلوو، كه مو د مجلس او كميسيونونو نصاب نه و پوره، نو په دغو ورځو كې به بيا په رخصتيو ځو او جبران به يې د ژمي په رخصتيو كې كوو.“
د مشرانو جرګې په دې لومړنۍ غونډه كې د نورو مسايلو تر څنګ د مشرانو جرګې د ځينو غړو كاري راپورونه هم واورېدل شول، چې د بېلابېلو ولايتونو د خلكو وضعيت ته هم په كې اشاره شوې وه.
د مشرانو جرګې لومړي منشي ښاغلي مظفري وويل، دوى يومياشتنى كاري پلان ترتيب كړى چې د پلان پر اساس به خپل كارونه تنظيموي:
”موږ د خپلو ريسانو په لومړۍ كمېټه كې هم خپل مجلس او هم كميسيونونو ته يو مياشتنى كاري پلان جوړ كړى، د همدې پلان له مخې موږ دوه موضوعات درلودل، اوله موضوع دوه قوانين وو، چې كميسيونونو بايد ورباندې بحث كولاى شي، بل مو له ولايتونو څخه كاري راپورونه درلودل، د خلكو غټ مشكل چې ټول پرې پوهېږي ناامني او په ولايتونو كې د پروژو كموالى او ټيټ كيفيت دى“
د افغانستان ولسي جرګې تر مشرانو جرګې يوه ورځ مخكې خپلې عمومي غونډې پيل كړې.
د ملي شورا د دغو دوو جرګو اداري هيئت ويلي دي دوى به په دې دوره كې شا و خوا شل قوانين تصويب كړي.
كه څه هم د ملي شورا استازي وايي د رخصتۍ په موده كې د خپلو موكلينو په كتنه او د دوى د ستونزو په څېړنه بوخت وو، خو بيا هم انتقادونه كېږي چې د ملي شورا استازي د دې پر ځاى چې د خلكو ستونزې وڅېړي، خپل شخصي كارونه او سياسي فعاليتونه كوي.