د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) وویل چې نن یکشنبې په غزه کې د خپلو مرستو د ویش یو مرکز بیا پرانیزي. ددغه بنسټ مراکز دشنبې او جمعې په ورځ د امنیتی دلایلو له امله وتړل شول.
د امریکا د خزانې وزارت د جمعې په ورځ (د جون ۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ایران له ۳۰ څخه ډېرو اړوندو حقیقي او حقوقي اشخاصو باندې یې بندیزونه لګولي دي.
د لبنان او اسراییل ترمنځ د پروسږکال نومبر میاشتې د شوي اوربند ماتیدو ته اندیښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې اسراییلي الوتکو پر پلازمینې بیروت بمباري وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایلان ماسک خواشینی دی او خبرداری یې ورکړی چې له هغه سره به حکومتي تړونونه لغوه کړي.
د اوکراین په شمال کې د روسیې له تازه هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې "له ټولو لارو چارو کار واخلي" ترڅو پر مسکو فشار راوالي چې اوربند ته غاړه کیږدي.
واشنګتن د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پراخیدو ته وروسته تر دې اندیښنه ښکاره کړه چې اوکرایني ډرون الوتکو د اونۍ په پيل کې د روسیې په شمال کې په یوشمیر هوایي ډګرونو کې هغه الوتکې په نښه کړې چې د اټومي وسلو د لیږدیدو وړتیا لري.
د جرمني له کولن ښار څخه نن د جون( ۴) په زرګونو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستل شوې دي. چارواکو له دې کسانو وروسته تر دې وغوښتل چې کورونه پریږدي چې هلته درې بمونه کشف شول او د دې بمونو د خنثی کیدو لپاره دې کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي.
سپینه ماڼۍ وايي چې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ایران ته یو مفصل او د منلو وړ وړاندیز کړی دی چې ولسمشر هیله لري تهران به یې ومني.
د حج مراسمو ته تللي یو شمېر افغان حاجیان وايي چې منی او عرفات ته به د حاجیانو د لېږد لړۍ نن شپه پیل شي. دوی له مسئولینو غواړي چې ډیر عمر لرونکو او کمزورو حاجیانو ته د حج د مراسمو ښه او اسانه لاره برابره کړي.
د پوليسو ځينې سرچيني وايي چې د ثناء يوسف په وژلو کې لاس لرونکی یو مشکوک کس يې په فيصل آباد کې نيولې دی چې پخپله هم يو ټک ټاکر دی. د ثناء يوسف مور ویلي چې هغې ته هيچا هم په ټولنيزو رسنيو فعاليت کولو په وجه اخطار نه و ورکړی او کورنۍ يې د چا سره دښمني هم نه لري.
راپورونه وايي اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا د بشري مرستو د ویش مرکز ته نږدې فلسطینیان وژلي دي. داسرائیلو اردو وویل چې د مشکوکو کسانو لورته یې ډزي کړي دی خو دغو مراکزو ته یې د خلکو د ورتګ مخه نه دی نیولې .
اوکراین په یوه بي ساري اقدام سره د روسیې په څو سیمو د ډرون بریدونه کړي چې په پایله کې یې د روسیې تر ۴۰ بم غورځوونکې الوتکې ویجاړې شوي.
نور راوښيه