د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۷

حاجیان نن شپه د منی په لور حرکت کوي


د حج مراسمو ته تللي یو شمېر افغان حاجیان وايي چې منی او عرفات ته به د حاجیانو د لېږد لړۍ نن شپه پیل شي. دوی له مسئولینو غواړي چې ډیر عمر لرونکو او کمزورو حاجیانو ته د حج د مراسمو ښه او اسانه لاره برابره کړي.

په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د عرفې د ورځې مراسمو ته یوه ورځ پاتې ده یو شمېر افغان حاجیان وايي د عرفې د ورځې مراسمو لپاره چمتوالی نیسي.

د افغان حاجیانو له ډلې، اسحاق محمدي، نن د جون درېیمه ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د ټاکل شوي مهالویش پر بنسټ نن شپه انتقالیږي.

تیارۍ نیول شوي، مهالویش هم ټاکل شوې دی د همدغه مهالویش پر بنسټ سر له نن شپې د مینا او عرفات پر لور حجاج انتقالیږي، زموږ غوښتنه دا ده چې محترم استادان باید د پخوا په پرتله ډیره هڅه وکړي تر څو د عرفات او اختر مراسم په ښه توګه ترسره شي په ځانګړي ډول دوی باید هغه حجاجو سره چې عمرونه یې ډیر دي او کمزوري دي ډېر کوشش وکړي چې دوی وکولای شي په سمه توګه د حج مراسم ترسره کړي.


بل افغان حاجي عبدالطیف هم د چمتوالي په اړه ازادي راډيو ته وویل:

زموږ د تګ لپاره موټرې چمتو شوي دي، دا لا معلومه نه ده چې موږ به نن شپه ځو او که سبا شپه، استادان راځي موږ ته لارښونه کوي، موږ ته یې ویلي چې ځانونه تیار کړی موټرې تیارې دي او ټول وسایل مو اماده کړئ.


دوی به لومړی مینا، بیا عرفات او بیا مزدلفې ته ولاړ شی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو سرپرست وزیر نور محمد ثاقب په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو د ارزونې ناسته شوې ده.

په راپور کې راغلي چې نور محمد ثاقب په سعودي کې د افغان حاجیانو استازو او استادانو ته لارښونه کړې چې مینا، عرفات او مزدلفې ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي، هغوی ته په سمه توګه د حج مراسم ورزده کړي، د دوی لپاره خواړه تیار کړی او روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان حاجیانو د ټرانسپورت، استوګنځایونو، خوړو او مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله شکایتونه کړي دي.

یو شمېر افغان حاجیانو د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډیو ته په لیکلي پیغامونو کې ویلي چې د دوی ستونزو ته باید رسېدنه وشي.

د طالبانو د حج اوقافو وزیر سعودي ته د افغان حاجیانو د انتقال د پروسې پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې ویلي وو چې د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه ۶۵۲ دینې عالمان د یوې ازموینې له لارې غوره شوي تر څو له افغانستان څخه ۳۰ زره افغان حاجیانو سره د حج د مراسمو د ترسره کولو په لارښونو کې مرسته وکړي.

سږ کال د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو سهم ورکړل شوی دی.

سعودي عربستان د راتلونکې پنجشنبې چې د جون ۵ کیږي د عرفې او د جمعې ورځ د جون ۶ مه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG