د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۶

ولسمشر ټرمپ د ایلان ماسک د حکومتي تړونونو د لغوه کولو خبرداری ورکړ؛ د ټرمپ او ماسک کړکيچنې اړیکې


د ښاغلي ټرمپ او ایلان ماسک یو ګډ پخوانی انځور
د ښاغلي ټرمپ او ایلان ماسک یو ګډ پخوانی انځور

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایلان ماسک خواشینی دی او خبرداری یې ورکړی چې له هغه سره به حکومتي تړونونه لغوه کړي.

د ولسمشر ټرمپ او د هغه د پخواني نږدې سلاکار او ټاکنیز ملګري ایلان ماسک تر منځ لانجه وروسته تر هغه توده شوه چې ماسک د مالیاتو او لګښتونو د کمښت پر لایحې نیوکې وکړې.

ماسک اندېښنه ښوولې چې دا لایحه به د امریکا د بودیجې کسر لا پسې زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له ماسکه ډېر ناهیلی دی.

«ما او ایلان ډېره ښه اړیکه درلوده. نه پوهېږم چې نوره به پاتې شه که نه»

ولسمشر ټرمپ همداراز په خپله ټولنیزه شبکه تروث کې لیکلي چې : « زموږ په بودیجه کې د میلیاردونو – میلیاردونو ډالرو پيسو د سپما تر ټولو اسانه لار د ایلان د حکومتي سبسایډیو او تړونونه لغوه کول دي»

ماسک د ښاغلي ټرمپ تر دې خبرداري وروسته په یوه بیان کې وویل چې سمدستي له تړونونو د سپېس ایکس شرکت د ډراګن فضايي بېړۍ د ایستلو چارې پیلوي.

ډراګن یواځینۍ فضايي بېړۍ ده چې دمګړۍ د ځمکې له مدار او ور هاخوا د لږ تر لږه ۷ کسانو او د پام وړ کارګو د انتقال وړتیا لري.

ماسک هم د ولسمشر ټرمپ په وړاندې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې څو پرلپسې بیانونه ورکړل او ویې ویل چې که دی نه وای د ۲۰۲۴ کال ټاکنې ټرمپ نه شوای ګټلی.
ایلان ماسک چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ له سرسختو ملاتړو او مالي تمویلونکو وو د ۱۳۰ ورځو لپاره د حکومت د خاص کارکوونکي په توګه کار وکړ. هغه د حکومت د اغېزمنتیا نوې تاسیس شوې اداره مخته وړله او عمده هدف یې د حکومتي جوړښت او لګښتونو د پام وړ کمول وو.

د ټرمپ او ماسک د یوې لیدنې انځور
د ټرمپ او ماسک د یوې لیدنې انځور

په راپورونو کې راغلي چې د ماسک اقداماتو د کابینې یو شمېر غړي ناراضه کړي وو او له هغه سره په لانجه بوخت وو.
ایلان ماسک بیا د پنجشنبې په ورځ په یوه جلا بیان کې ان د ولسمشر ټرمپ د استیضاح غوښتنه هم کړې. داسې ګمان نه کېږي چې دا کار دې وشي ځکه جمهوري غوښتونکي د کانګرس دواړه جرګو سنا او استازیو مجلس کې مخکښ دي.

د ټرمپ او ماسک د نیوکو سره په یو وخت د ونډو په بازار کې د ایلان ماسک د ټسلا برقي موټرو اسهام مخ په لوېدو شول او ۱۴ اعشاریه ۳ فیصده ځوړ لاړل. په دې سره د دغه شرکت سهام په یوه ورځ کې تر ټولو زیات یعنې شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره لاندې ولوېدل.

ایلان ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی. هغه پر سپېس ایکس فضايي شرکت، ټسلا برقي موټرو او څو نورو کمپنیو سربېره د ایکس (پخواني ټوېټر) مالک هم دی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG