د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۶

داوکراین ولسمشر یوځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر مسکو فشار راولي


د اوکراین ولسمشر
د اوکراین ولسمشر

د اوکراین په شمال کې د روسیې له تازه هوايي بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې "له ټولو لارو چارو کار واخلي" ترڅو پر مسکو فشار راوالي چې اوربند ته غاړه کیږدي.

د اوکراین په شمال کې د روسیې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي، چې د یوې کورنۍ درې غړي هم پکې شامل دي.

اوکرایني چارواکو وویل چې شپږو ډرون الوتکو د پنجشنبې په سهار د پریوولکي ښار د استوګنې پر یوې سیمې برید وکړ.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې برید کې یو کلن ماشوم، د هغه مور او انا ووژل شول.

د ماشوم پلار د روسیې د یوه بل برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره په کور کې نه و، نو ژوندی پاتې دی.

له دې بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو ځل بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې "له ټولو لارو چارو کار واخلي" ترڅو پر مسکو فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کیږدي.

زیلینسکي وویل: "روسیه په دوامداره توګه هڅه کوي چې وخت ترلاسه کړي او د خلکو وژلو ته دوام ورکړي.

د اوکراین ولسمشر نن په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې لیکلي چې هغه تمه لري چې متحده ایالات، اروپا او ټوله نړۍ چې کولی شي د وضعیت د بدلولو لپاره لاس پکار شي.

په اوکراین باندې د روسیې دا بریدونه هغه وخت ترسره شول کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال سره په تلیفون خبرې وکړې.

له پوتین سره له خبرو وروسته، ټرمپ وویل چې د روسیې ولسمشر "په ډیر ټینګ غږ" خبرداری ورکړی چې مسکو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د ځواب ویلو اراده لري.

د اوکراین لخوا د اونۍ په پای کې بریدونو کې د روسیې په بیلابیلو برخو کې لسګونه هغه الوتکې په نښه شوې چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري.

په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې، ټرمپ له پوتین سره خپلې تازه ټیلفوني خبرې ښې بللې دي، که څه هم هغه لیکلي چې دا هغه ډول نه وې چې سمدلاسه سولې ته لاره هواره کړي.

د ټرمپ په وینا، په روسیې باندې ناڅاپي برید، چې د جون په لومړۍ نیټه د اوکراین د امنیت ادارې (SBU) لخوا ترسره شو، د 75 دقیقو ټیلفوني مکالمې له موضوعاتو څخه و.

ولسمشر ټرمپ د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د دې هڅو په پایله کې، اوکرایني او روسي چارواکو دوه ځله سره ولیدل مګر یوې موافقې ته په رسیدو کې پاتې راغلې دي. واشنګتن بیا هم له دواړو لوریو غوښتې دي چې مخامخ خبرو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG