د اوکراین لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر استازی وایي، د جګړې د پراخیدو خطر وروسته له هغه زیات شوی دی چې اوکرایني ځواکونو د روسیې دننه په څو هوایي اډو کې هغه الوتکې وویشتلې چې د اټومي بمونو د انتقال وړتیا لري.
اوکراین د اونۍ په پيل کې په سایبریا او د روسیې په شمال کې هوایي ډګرونه په ډرون الوتکو ویشتل. دا هوایي ډګرونه د اوکراین دننه د جګړې له لومړۍ کرښې څخه شاوخوا څلور زره درې سوه کیلومتره لرې پراته دي.
د اوکراین لپاره د امریکا د ولسمشر استازي کیت کلاګ فاکس نیوز ته د جون په دریمه وویل، د کییف له دې بریدونو سره د جګړې د پراخیدو خطر لوړ شوی دی.
ښاغلي کلاګ زیاته کړه:« خلک باید د ملي امنیت ساحه وپیژني، کله چې تاسو د مخالف جهت د ملي امنیت ساحه په نښه کوئ، یعني اټومي ساحه، نو دا په دې معنا ده چې ستاسو د خطر کچه ورسره لوړیږي، ځکه چې تاسو بیا نه پوهیږئ چې بل لوری به څه کوي، تاسو بیا ډاډه نه یاست.»
روسیه او د امریکا متحد ایالتونه د نړۍ د ټولو اټومي وسلو شاوخوا اته اتیا فیصده په واک کې لري.
اټومي وسلې د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو، د بالستیک توغندیو او له اوبتلونو څخه د توغندیو له لارې استعمالیدی شي.
کلاګ وایي، د اوکراین د ډرون الوتکو د برید له امله نه تایید شویو راپورونو ته اندیښمن یوو چې ویل کیږي د روسیې په شمال کې یې د روسیې د سمندري ځواکونو پر اډې حمله کړې ده. د ښاغلي کلاګ په باور دا برید تر ډیره پر روسیې رواني اغیزې شیندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیفیت د سې شنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ټرمپ ته د روسیې د جنګي الوتکو په اړه د اوکراین د ډرون بریدونو په اړه وار له مخه خبر نه و ورکړل شوی.
روسیي او اوکرایني استازیو د روسیې په شمال کې د اوکراین تر بریدونو یوه ورځ وروسته د دوشنبې په ورځ په استانبول کې څه باندې یو ساعت مخامخ خبرې وکړې. د دې خبرو په ترڅ کې یوازې د اسیرانو د تبادلې پر سر موافقه وشوه. تر دې غونډې مخکې، څیړونکو ویلي و، داسې ښکارې چې دواړه لورې لاهم سره لرې دي او د اوربند په برخه کې موافقې ته رسیدل ستونزمن دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په لومړۍ نیټه له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په تیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پيغام بیا تکرار کړ چې د دایمي سولې لپاره دې مخامخ خبرې ادامه پيدا کړي.
د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې ممکن د جون د لومړۍ نیټې په برید کې تر ۴۰ پورې روسي جنګي الوتکې په نښه شوې وي.
SBU وروسته په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د دې بریدونو په ترڅ کې څلوردیرش په سلو کې هغه الوتکي ویشتل شوې دي چې ستراتیژیک کروز توغندي لیږدوي. د اوکراین په باور د دغو بریدونو له امله روسیې ته شاوخوا اووه میلیارډه ډالر زیان اوښتی دی