د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۷

د اسراییل دفاع وزیر: حزب الله ډله باید بې وسلې شي


یکشنبه د اپریل ۲۷، ۲۰۲۵، د لبنان د بیروت په جنوبي څنډې د اسراییلي الوتکو بمبارد- ارشیف
یکشنبه د اپریل ۲۷، ۲۰۲۵، د لبنان د بیروت په جنوبي څنډې د اسراییلي الوتکو بمبارد- ارشیف

د لبنان او اسراییل ترمنځ د پروسږکال نومبر میاشتې د شوي اوربند ماتیدو ته اندیښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې اسراییلي الوتکو پر پلازمینې بیروت بمباري وکړه.

د اسراییل دفاع وزیر نن خبرداری ورکړ چې تر هغو به د اسراییل بمبارۍ پر لبنان روانې وي چې ایران پلوه حزب اله ډله بې وسلو شوې نه وي.

اسراییل کاتز دا خبرې یوه ورځ وروسته تر دې وکړې چې اسراییلي ځواکونو د لبنان د پلازمینې بیروت پر جنوبي برخو بمبارۍ وکړې.

د اسراییل دفاع وزیر نن په یوه بیان کې وویل، تر هغو چې د اسراییل دولت خوندي شوی نه وي، په بیروت کې به هیڅ ډول ارامي ونه ګورئ، او په لبنان کې به هیڅ ډول نظم یا ثبات و نه وینئ،. ښاغلي کاتز زیاته کړه، باید د تړونونو درناوی وشي او که تاسو هغه څه ونه کړئ چې ضروري دي، موږ به په ډیر قوت خپلو بریدونو ته ادامه ورکړو.

د اسراییل دفاع وزیر دا خبره د لبنان د ولسمشر جوزف عون د تیرې شپې په ځواب کې کړې ده، چې پر بیروت باندې یې د اسراییلي ځواکونو بریدونه د نومبر د میاشتې له شوي اوربند څخه سرغړونه بللې ده.

د نومبر د اووه ویشتمې نیټې د تړون له مخې د حزب اله وسله وال باید بې وسلو شي او د لبنان په شمال کې د لیطاني له سیند څخه دیرش کیلومتره د اسراییل له پولې شاته شي.

اسراییلي الوتکو د پنجشنبې په ماښام د لبنان پر جنوب بمباري وکړه چې له امله یې په زرګونو کسان مجبوره شول چې خپل کورونه پریږدي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې اسراییلي الوتکو لږ تر لږه لس ځله د بیروت جنوبي برخه وویشتله. تر دې بمباریو نژدې یو نیم ساعت مخکې د اسراییل پوځ په څلورو ځایونو کې خلکو ته خبرداری ورکړ چې دا سیمې پریږدي.

د لبنان د پوځ یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته ویلي و چې دوی داسې اطلاعات ترلاسه کړې دي چې د بیروت په جنوبي سیمو کې یوشمیر کسانو وسلې زیرمه کړې دي، خو کله چې پوځ هلته ورغی څه یې ترلاسه نه کړل.

XS
SM
MD
LG