د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

سپینه ماڼۍ وايي که ایران د امریکا وړاندیز ونه مني نو جدی عواقبو سره به مخ شي


دسپینې ماڼۍ ویانده کارولین لویټ دمطبوعاتی کنفرانس په جریان کې
دسپینې ماڼۍ ویانده کارولین لویټ دمطبوعاتی کنفرانس په جریان کې

سپینه ماڼۍ وايي چې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ایران ته یو مفصل او د منلو وړ وړاندیز کړی دی چې ولسمشر هیله لري تهران به یې ومني.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د سې شنبې په ورځ ( دجون ۳) خبریالانو ته وویل:

ولسمشر خپلې سوشیال ټروث ټولنیزې شبکې کې خپل دریځ خورا روښانه کړی. دا د هغه دریځ دی.

"

هغې زیاته کړه: "

ویټکوف د ایران رژیم ته یو مفصل او د منلو وړ وړاندیز کړی دی چې ولسمشر هیله لري دوی به یې ومني. که یې ونه مني، نو جدي عواقب به ولري.


په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د اعظمي فشار کمپاین به په بشپړ ځواک سره دوام وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام په خپلې ټولنیزې شبکې کې په یوه لنډ پوسټ کې پخواني ولسمشر جوبایدن ته په اشاره ولیکل چې :" (د امضا ماشین) باید ډیر دمخه د ایران له خوا دیورانیمو دغني کولو مخه نیولې وای . داحتمالي توافق په اساس به مونږد یورانیمو هیڅ ډول غني کولو ته اجازه ورنکړو!"

ترمپ دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې اکسیوس سایټ په تفصیل سره راپور ورکړ چې د امریکا لیکل شوی وړاندیز چې تهران ته استول سوی ایران ته اجازه ورکوي چې په خپله خاوره کې د یوې ټاکلې مودې لپاره په ټیټه کچه یورانیم غني کړي.

نیویارک ټایمزهم د سې شنبې په ورځ ورته راپور خپور کړ. دغې ورځپاڼې د ایراني او اروپايي چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد کړي له قوله ولیکل : "د ټرمپ اداره د یو لنډ مهاله پلان وړاندیز کولو په لټه کې ده چې ایران ته اجازه ورکړي چې په ټیټه کچه یورانیم غني کړي پداسې حال کې چې دنورو هیوادونو سره د یو جامع پروګرام په اړه خبرو ته دوام ورکوي چې هدف یې اټومي وسلوته د ایران دلاس رسي مخنیوی دی."

تردې مخکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او سټیو ویټکوف په دې ټینګار کړی وو چې ایران باید یورانیم هیڅ غنی نه کړي . خو ایران دا خبره رد کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې مصر ته یې سفر کړی، د سې شنبې په ورځ مصري رسنیو سره په یوه مرکه کې د تهران "د غني کولو په حق" ټینګارو کړ او ویې ویل: "که امریکایان د صفر غني کولو ټینګار وکړي، مونږ نشو کولی یوې موافقې ته ورسیږو. خو که هدف اټومي وسلې ته د ایران د لاس رسي مخنیوی وي ، نو موافقه ممکنه ده."

عباس عراقچی زیاته کړې چې هغه وړاندیز چې ایران د متحده ایالاتو څخه ترلاسه کړی ،دده په وینا "ډیر ابهامونه او پوښتنې" لري او ایران به په راتلونکو ورځو کې دخپلو اصولو او ګټو په اساس مناسب ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG