د غزې د روغتیا ادارې په وینا، چې د حماس ډلې لخوا کنټرولیږي، د سې شنبې په ورځ لږترلږه ۲۷ فلسطینیان د غزې جنوبي ښار رفح ته نږدې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا یوه تروریستې ډله پیژندل شوې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند جیریمي لارنس هم په جینیوا کې خبریالانو ته وویل چې دوی هم داسې معلومات لري چې ښيي ۲۷ کسان وژل شوي دي.
دا په تیرو دریو ورځو کې دریمه دا ډول پیښه ده چې رامینځ ته کیږي.
داسرائیلو پوځ سهار وویل چې سرتیرو د مرستو د ویش له ځای څخه شاوخوا نیم کیلومتر لرې شکمن کسان پیژندلي دي چې دوی ته نږدې شوي وو او ګواښ یې رامینځته کړی وو.
د اسرائیلو اردو وویل چي دغه فلسطینیان د مرستې مرکز ته د ټاکل شويو لارو څخه منحرف شوي وو پداسې حال کې چې ګڼو خلکوعادي لارو څخه کار اخیسته.
د جرمني دخبرې آژانس د رپوټ په اساس داسرائیلو د پوځ په بیان کې ویل شوي چې
وروسته له هغه چې شکمن کسان په شا نه شول، د څو شکمنو کسانو په شاوخوا کې چې د سرتیرو په لور را روان وو ډزې وشوې.
پوځ وویل چې دوی د مرستو د ویش مرکزونو ته د ولسي خلکو د ورتګ مخه نه ده نیولې او دمرگ ژوبلې د رپوټونو په هکله تحقیق کوي.
د فلسطین خبري اژانس WAFA، دعیني شاهدانو په حواله، د توپخانې او جنګي الوتکو لخوا دخلکو په ګڼه ګوڼه باندې د بریدونو راپور ورکړی.
خو دهیڅ لوري معلومات په خپلواکه توګه تایید کیدای نشي.
د ډزو دغه ډول پیښې تقریبا هره ورځ وروسته له هغه رامینځ ته کیږي چې د اسراییلو او امریکا په ملاتړ یوې موسسې د اسرائیلو په پوځي سیمو کې د مرستو د وېش د مرکزونو یو سیستم جوړکړ. ویل کیږي چې دغه سیستم د مرستو په ویش کې د حماس ډلې د لاسوهنې د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی خو ملګري ملتونه یي ردوي او وايي چې دغه سیستم په غزه کې د لوږې د زیاتیدونکي بحران د حل لاره نه ده او اسرائیلو ته اجازه ورکوي چې مرستې د وسلې په توګه وکاروي.
د غزې د بشري مرستو بنسټ GHF، چې د دې مراکزو چارې پرمخ وړي، وايي چې د مراکزو دننه یا شاوخوا کې هیڅ زوریاتی نه دی شوی.
خو ۵۰ کلن یاسر ابو لبده، چې د رفح څخه بې ځایه شوی، اسوشیتد پرس خبرې آژانس ته وویل چې ډزې د سې شنبې په ورځ ګهیځ مهال شاوخوا ۴ بجې پیل شوې او څو کسان یې ولیدل چي ووژل یا ټپیان شول.
نعمه الاعرج، د خان یونس څخه یوې میرمنې وویل چې د اسرائیلو ډزې "بې توپیره" وې. هغې زیاته کړه چې کله هغه د مرستو د ویش ځای ته ورسیده نو هیڅ مرسته نه وه پاتې شوې.
خو د غزې د بشري مرستو بنسټ وویل چې دوی د سه شنبې په ورځ د رفح په سیمه کې ۲۱ لارۍ خوراکي مواد په داسې حال کې وویشل چې د دوی دوه نورعملیاتي ځایونه تړل شوي وو.
د سږ کال پیل کې د اوربند په جریان کې، هره ورځ په مرستو بار شاوخوا ۶۰۰ لارۍ غزې ته ننوتلې. د سیمې تقریبا ۲ میلیونه خلک نږدې په بشپړ ډول نړیوالو مرستو ته ځکه اړ دي چې د اسرائیلو د بریدونو په ترځ کې غزه کې د خوراکي موادو د تولید تقریبا ټول تاسیسات او ظرفیتونه ویجاړ شوي دي.
په عین حال کې د اسراییلو پوځ وویل چې د دوی درې سرتیري ددوشنبې په ورځ دغزي په شمال کې ووژل شول.
دا د مارچ په میاشت کې د حماس سره د اوربند له پای ته رسیدو راهیسې د اسراییلو پر ځواکونو تر ټولو خونړی برید گڼل کیږي.