د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۹

د جرمني له یوه ښاره په زرګونو کسان ایستل شوي


د جرمني کولن ښار
د جرمني کولن ښار

د جرمني له کولن ښار څخه نن د جون( ۴) په زرګونو کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ ایستل شوې دي. چارواکو له دې کسانو وروسته تر دې وغوښتل چې کورونه پریږدي چې هلته درې بمونه کشف شول او د دې بمونو د خنثی کیدو لپاره دې کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي.

د جرمني د کولن ښار یوه برخه د جون په ۴ مه وروسته تر هغه د ارواو په ښار بدله شوه چې د دې ښار له مرکز څخه په زرګونو کسان وایستل شول.

دا کسان د دې لپاره له ښاره وایستل شول چې د نړیوالې دوهمې جګړې د مهال درې امریکایي بمونه د سړک جوړیدو پرمهال وموندل شول.

د دې بمونو د خنثی کولو لپاره دوکانه وتړل شول، واټونه تش شول.

د ښار له ختیځې برخې د راین سیند غاړې ته د دویتڅ له مېنې له شل زره ډیر کسان ایستل شوې دي. په دې سیمه کې اته پنځوس هوټلونه، نهه ښوونځي، څو موزیمونه، دفتري ودانۍ او د ریلګاډو تمځایونه هم تړل شوې دي.

کولن له برلین، هامبورګ او مونشن وروسته د جرمني څلورم ستر ښار دی چې ویل کیږي څه باندې دوه زره کلن تاریخ لري او کولن د جرمني تر ټولو زوړ ښار بلل کیږي.

د کولن ښار په ویبپاڼه کې لیکل شوې دي چې د نړیوالې دوهمې جګړې له پای ته رسیدو وروسته کله هم دومره کسان له دې سیمې نه و بیځایه شوي.

د نړیوالې دوهمې جګړې له پای ته رسیدو اتیا کاله وروسته د جرمني په بیلابیلو سیمو کې لاهم داسې بمونه پيدا کیږي چې له الوتکو غورځول شوې دي او نه دې چاودیدلي.

XS
SM
MD
LG