ملګري ملتونه وايي، د روان کال د مې میاشتې پر مهال د دې سازمان د بېلابېلو ادارو لسګونه ښځینه کارکوونکې، چې له یوناما او نورو ملګرو ملتونو ادارو سره کار کوي، د نامعلومو کسانو له خوا د مرګ ګواښونه ترلاسه کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، د روان کال په مې میاشت کې، د دې سازمان په بیلابیلو ادارو کې کار کونکو لسګونو ښځو ته د دوی د کار له امله د نامعلومو کسانو لخوا د مرګ ګواښونه شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د پراخه سرغړونو یادونه کړې ده. د دغه وزارت د ۲۰۲۴ کال راپور د اګسټ په ۱۲ مه خپور شو.
یوناما وايي، معلوماتو ته د افغانانو لاسرسی په زیاتېدونکې توګه محدود شوی دی. یوناما د"د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه تر جون په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت" په نوم خپل نوي راپور کې زیاته کړې چې د واکمنو چارواکو له خوا وضع شوې تګلارې معنا داره بحثونه ځپي او د رسنیو محتوا محدودوي.
نور راوښيه