د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۵

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ تر څلور کاله وروسته افغان ښځې لنډ ژوند او خرابه روغتیا لري


په افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان میرمنو د ژوند حالت د نه زغم حد ته رسېدلې او ښځې اوس مهال لنډ ژوند او خرابه روغتیا لري.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې دوشنبه د اګسټ په ۱۱ مه یې په خپله ویب پاڼه خپور کړی ټینګار کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د ښځو ضد نږدې ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو لپاره یې ویجاړونکې پایلې درلودې.

ملګرو ملتونو ویلي د دغه فرمانونو له امله د ښځو او نجونو د تګ راتګ او د کار او زده کړو حقونه محدود شوي چې له امله یې د ښځو پر ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي ژوند خورا ناوړه اغیز کړی دی.

په راپور کې دا هم راغلي چې له ۷۸ سلنه ډېرې افغان ښځې او نجونې زده کړو او کار ته لاس رسی نه لري او په دې ډول د کاري ځواک نږدې نیمايي برخه د افغانستان په اقتصاد کې د پام وړ ونډه نه لري او دا وضعیت نه یوازې د دې هیواد اقتصاد ته ضربه ده بلکې د راپور په ټکو د روغتیا په برخه کې یې هم ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې روغتیايي پاملرنې ته د ښځو د لاس رسي د نشتوالي له امله به تر ۲۰۲۶ کال پورې د میندو مړینه ۵۰ سلنه زیاته شي.

په راپور کې راغلي چې په کم عمر کې د نجونو جبري ودونه او د ښځو په وړاندې کورنی او ټولنیز تاوتریخوالی هم زیات شوی او ان د کور دننه ۶۲ سلنه میرمنې احساس کوي چې د کور په پرېکړو کې هیڅ واک نه لري.

په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د مشرې سوزان فرګوسن له قوله راغلي چې پر افغان ښځو د محدودیتونو مسله باید له افغانستانه بهر د یوې ستونزې په توګه پېژندل شي.

نوموړې ویلي :"دا وضعیت یوازې د افغان ښځو د حقونو ستونزه نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې لپاره د ارزښتونو یوه لویه ازموینه ده او که نړۍ په دې اړه بې‌پروا پاتې شي، د ښځو د حقونو د له منځه وړلو دا تګلاره به په نورو ځایونو کې هم تکرار شي."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې څلور کاله پوره کیږي او په دې موده کې دغه ډلې تر ډېره د ښځو ضد پالیسي پلې کړې دي.

یو شمېر میرمنې او د ښځو د حقونو فعالانې وايي په دې موده کې افغان میرمنو په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند تېر کړی او لا هم له کړاو سره مخ دي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې چې د پوهنتون د دوهم کال محصله وه او د زده کړو دروازې یې پرمخ تړل شوي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"په هغه ورځ موږ نه وو خبر، خو اعلامیه خپره شوه چې نور پوهنتون ته مه راځئ، موږ ته خپله ګناه نه وه معلومه یوازې دا چې موږ نجونې وو له موږ د زده کړو حق واخیستل شو، دا ډېره سخته ده."

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي:

"ښځې او نجونې دومره بې وسه شوي دي چې د خپل حق د غوښتلو لپاره هیڅ نه شي کولای، پرته له دې چې خپل غږ نړیوالو ته ورسوي، که نړیواله ټولنه غواړي چې د افغان ښځو لاس نیوی وکړي نو پر طالبانو دې فشارونه زیات کړي او محدودیتونه دې پر دوی ولګوي."

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وايي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې بدل نه شول او نه یې د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې تګلارې بدلې کړې، نو باید نړیواله ټولنه یې په وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.

له ډلې یې سینا رفیع ازادي راډيو ته وویل:

"نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول هغه هیوادونه چې د ښځو د حقونو مدافعین ځان بولي، باید پوه شي چې په تېرو څلورو کلونو کې افغان میرمنې له ډېرو سختو ظلمونو سره مخ وې، له زده کړو نیولې تر عامه ژونده د هر څه حق ترې واخیستل شو، خو له بده مرغه نړیوالې ټولنې هیڅ ونه کړل، په دې څلورو کلونو کې طالب نه یوازې بدل نه شو بلکې د ښځو ضد پالیسي یې لا افراطي شوه ."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د دغه نوي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار په افغانستان کې د شریعت له مخې د ښځو د حقونو د تامین خبره کړې داسې مهال چې دوی په کور دننه له شپږم ټولګی پورته د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې یې له ښځو د کار کولو حق هم اخیستی دی.

دغه شان یې پر ښځو حجاب جبري کړی او د ورزش په ګډون یې په ټولو ټولنیزو فعالیتونو کې د دوی په برخه ګډون کلک بندیز لګولی دی.


XS
SM
MD
LG