ملګري ملتونه وايي د روان کال په مې میاشت کې د دې سازمان د بیلابیلو ادارو لسګونو ښځینه کارکونکو ته له دې امله چې د یوناما په ګډون د دې سازمان له نورو ادارو سره همکاري لري د نامعلومو کسانو له لوري د مرګ ګواښونه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک تازه په یو خبري کنفرانس کې ویلي، دې مسلې یوناما مجبوره کړې چې د خپلو همکارانو د لنډمهاله خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
نوموړي د ۲۰۲۵ کال د اپریل نه تر جون پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو حکومت که څه هم په عام ډول ټینګار کوي چې اسلام ښځو ته د کار کولو او سوداګریزو فعالیتونو اجازه ورکوي خو په عمل کې دوی د ښځو د کار کولو مخه نیسي.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو ورته ویلي دغه ښځینه کارکونکو ته د مرګ د ګواښونو په قضیه کې ښکیل نه دي خو په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري څېړنې دوام لري.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو یو شمېر افغانې کارکونکې وايي په وار وار په غیر مستقیم ډول د ټلیفون له لارې د نامعلومو کسانو له لوري ګواښل شوي دي.
یوه میرمن چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي وايي مخکې یې یوې مرستندویه نړیوالې ادارې سره کار کاوه خو د ګواښونو له امله چې دا ورسره مخ وه اړ شوه چې کار پرېږدي.
نوموړې د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:"سره له دې چې د کورنۍ سرپرستې راپه غاړه ده خو د ګواښونو له امله اړه شوم کار پرېږدم، ځکه کورنۍ مې هم ویرېده او نور یې د کار کولو اجازه نه راکوله، کله چې د یوې موسسې سره کار کوې طالبان فکر کوي موږ له کافرو سره مرسته کوو، په همدې دلیل له بهرنیو ادارو سره په اوسنیو شرایطو کې کار کول ډېر سخت او ان ناممکن دي."
یوه بله میرمن چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي او له یوې بهرنۍ مرستندویه موسسې سره کار کوي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:" زه په وار وار د ټلیفون له لارې د نامعلومو کسانو له لوري ګواښل شوې یم ځکه زه له یوې بهرنۍ موسسې سره کار کوم، ډیری وخت په ما فشار راوړل شوی چې خپل کار پرېږدم خو یوازې د دې لپاره چې زما میاشتنۍ تنخوا زموږ ورځني لګښتونه پوره کوي کار مې نه دی پریښی"
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر په ګډون د دې سازمان بیلابیلو ادارو د مرستې رسونې په بهیر کې د طالبانو د لاس وهنې په ځانګړي ډول د ښځو د برخې اخیستنې په اړه د فشارونو په تړاو راپورونه ورکړي دي.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د زده کړو او کار په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي او په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې یې د دوی د ګډون مخه نیولې ده.