د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

په ایران او پاکستان کې افغان محصلینې: اندېښمنې یو چې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې به بې برخلیکه شو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ایران په تهران ښار کې په یو دولتي پوهنتون کې د مدیریت او ادارې څانګې د ماسټرۍ یوه افغانه محصله ده چې وایي فراغت ته یې یوازې څو ورځې پاتې دي، خو اړه ده چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ایران کې د زده کړو له ختمېدو وروسته یې د تحصیلي استوګنې موده هم پای ته رسېږي او په خبره یې افغانستان ته په ستنېدو به یې ټولې هیلې مړاوې او زحمتونه به یې په اوبو لاهو شي: "موږ ټولو نجونو محصلینو سره دا اندېښنه ده چې له فراغت وروسته به ونه کړای شو دلته پاتې شو او افغانستان ته هم (اوسنیو شرایطو) کې بېرته ستنې شو، زه خپله داسې د تشویش حالت کې یم چې فکر کوم د ځمکې او اسمان ترمنځ لا چاره پاتې یم، چې نه دلته پاتې کېدای شو او نه هلته تلی شو، محصلینو ته اوس او یوازې ترهغه وخته اقامه ورکول کېږي چې فارغېږي، که افغانستان ته ستنې شو، ټول زحمتونه مې بې ګټې کېږي."

دا د طالبانو له واکمېندو وروسته دغه هېواد ته د زده کړو لپاره تللې ده.

دغه راز په تهران کې د انجنیرۍ څانګې د ماسټرۍ کچې یوه بله افغان محصله وایي که څه هم دغه هېواد کې له اوسېدو یې لسیزې اوړي، خو په خبره یې ورته ویل شوي چې له فارغېدو وروسته به له دې هېواده وایستل شي او افغانستان ته به ستنه کړل شي.

دې هم د ورته ستونزې له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا نارینه سرپرست نه لري او یوازې مور سره به یې افغانستان ته ستنېږي، چېرې چې پر ښځو یې بېلابېل محدودیتونه لګول شوي او ورستنېدو ته خورا اندېښمنه ده: "دوی وایي چې ایستل جبري نه دي، خو برعکس ټول جبري وباسي، زه څه موده وروسته فارغېږم، خو د دې لپاره چې دلته پاسپورټ او تذکره نه لرم نور دلته د (پاتې کېدو) او زده کړو د دوام اجازه نه راکول کېږي، موږ ډېرې اندېښمنې یو چې که افغانستان ته ولاړې شو، موږ نه هلته کور لرو نه به مې مور کار کولای شي او نه ورور او پلار لرم، موږ ته به دا ډېره سخته وي، موږ اصلا طالبانو سره ژوند نه شو کولای."

خوا دا حالت پاکستان کې هم افغان محصلې نجونې ځوروي.

دلته مې زده کړو ختمېدو ته کم وخت پاتې، زما په شان ډېرې نورې نجونې ډېرې اندېښمنې دي چې که موږ افغانستان ته ډیپورت کېږو هلته خو د نجونو لپاره نه کار شته، نه پوهنتون او زده کړې،

د پاکستان اسلام اباد کې له لسیزو راهیسې مېشتې یوې افغان محصلې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې له دغه هېواده د جبري ایستلو له خطر سره مخ ده او که افغانستان ته ستنه شي، ټول زیار به یې صفر سره ضرب شي: "موږ او زما کورنۍ دې ته تر ټولو ډېره اندېښنه کې یو چې زما تعلیم به څنګه کېږي، دلته مې زده کړو ختمېدو ته کم وخت پاتې، زما په شان ډېرې نورې نجونې ډېرې اندېښمنې دي چې که موږ افغانستان ته ډیپورت کېږو هلته خو د نجونو لپاره نه کار شته، نه پوهنتون او زده کړې، د ټولو د تعلیم سیسټم به ګډوډ شي، ډېرې خفه یو چې موږ به اخر هلته څه وکړو."

د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور پوهنتون کې یوې بلې افغانې محصلې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم او غږ خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې ورځو کې له ژور ذهني تشویش سره مخ دي او د "خپل ځان لپاره هېڅ روښانه راتلونکی نه شي تصور کولای".

دغه محصلینې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار ترڅنګ د بېلابېلو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له لوري پر طالبانو د فشار غوښتونکي دي.

دا افغان محصلینې په داسې وخت کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو وېره او اندېښنه لري چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان حکومتونو د ټولو افغان کډوالو او حتی د هغو کسانو ایستلو ته زور ورکړی چې هلته د مېشتېدو قانوني اسناد لري او یا له لسیزو راهیسې اوسېږي.

دغو هېوادونو دغه راز په داسې حال کې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی چې په افغانستان کې دننه د طالبانو حکومت لخوا په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه او حتی روغتیایي انسټیټونو کې د نجونو په زده کړو، په اکثرو غیر دولتي او دولتي ادارو کې یې پر کار بندیزونه لګول شوي او دغه راز په ټولنه کې له ازاد تګ راتګ، ورزشي لوبغالو، تفرېحي پارکونو منع شوي او په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي فعالیتونو یې هم محدودیتونه لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) مرستیال تدچابیان هم تازه افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه هېواد ته له ستنو شویو کډوالو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د افغان نجونو پر وړاندې د زده کړو بندیز د دوی لپاره ستره ننګونه ده.

یونېسف د اګسټ پر ۱۰مه په خپله وېب پاڼه په خپور کړي بیان کې د تدچابیان په حواله ویلي چې په افغانستان کې د زده کړو مسئله حیاتي ده او نه یوازې نجونې، بلکې په خبره یې، ښځې هم تر اغېز لاندې نیسي ځکه دوی له منځنۍ کچې تر پوهنتون او بیا حتی له کار کولو محروموي.

د یونېسف مرستیال له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز دې لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه د ۵ لکو ماشومانو په ګډون دوه میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

تر دې وړاندې نږدې درې ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په یو راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه ستنې شوې نجونې او ښځې له پراخو محدودیتونو، کم عمر ودونو، تاوتریخوالي او ځورونو سره مخ کېږي چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت یې په اړه تند غبرګون وښود او ټینګار یې وکړ چې دوی د ښځو ټولو اسلامي او شرعي حقونو ته ژمن دي، هغه څه چې یو شمېر ښځې، د ښځو او بشري حقونو مدافعین یې تش شعارونه بولي.

XS
SM
MD
LG