د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان -ومن) هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وه، افغانستان ته ستنې شوې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د پاکستان د خیبر پښتنخوا ایالات په پېښور ښار کې میشت یو شمیر افغان سندرغاړي او موسیقي غږوږنکي د پاکستان له حکومت غواړي چې دوی په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه نه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام یو این هبتات مشره وايي دغه هیواد کې د راستندونکو کډوالو ځای پر ځای کول د یو جامع او منظم چلند پر بنسټ چې سیمه ییز شرایط په کې په پام کې ونیول شي بریالي کېدای شي.
پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په پلازمینه اسلام اباد کې لسګونه هغه افغانان چې د جرمني د بیا مېشتېدو کیسونه لري، له هوټلونو او مېلمستونونو نیولي
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فدرال ادارې (بي. اې. ام. اف) اعلان کړی چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو افغان میرمنو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
یو شمیر افغان موټر چلوونکي او د دوی مرستیالان ( کلینران ) وايي، د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې ستونزو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ، چې دا چاره ورته سخته ده او باید د تیر په څیر ورته د ټاډ سند پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ( یو.ان. ومېن) وایي، افغانستان ته بېرته ستنې کړل شوې افغان ښځې او نجونې له بې وزلۍ، په کم عمر کې د ودونو، تاوتریخوالي او بېلابېلو بې ساري محدودیتونو سره مخ دي.
د امریکا له خوا له افغانستان پر وارداتو د ۱۵ سلنه تعرفې لوړوالی، له نن ( د زمري د میاشتې له ۱۷ مې) څخه عملي کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي. اقتصاد پوهان هم وايي د تعرفو لږ لوړوالی هم کولای شي جدي پایلې ولري.
په جرمني کې میشت یو افغان لیکوال داسې کتابونه لیکلي چې پر مټ یې له جرمني، پښتو لیک، لوست زده کېدلای شي.
نور راوښيه