د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۳

د ایران پولیس: روان کال د بې اسناده افغان کډوالو نیول ۴۵ سلنه زیات شوي دي


د ایران مهر خبري اژانس د سردار منتظر المهدي له قوله لیکلي دي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو هم دغه هیواد ته د ننوتونکو افغان کډوالو د مخنیوي لپاره خپلې ګزمې زیاتې کړي دي.په ورته وخت کې، په ایران کې یو شمیر افغانې کورنۍ چې ځینې غړي یې نیول او هغه چې افغانستان ته ستانه شوي د خپلو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

زینب سادات چې په ایران کې اوسیږي وايي دوه ورځې وړاندې یې د مور او پلار په ګډون د کورنۍ څلور غړي د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي او د افغانستان د پولي په لور وړل شوي دي.

نوموړې وویل له تېر یو نیم کال راهیسي یې له ټولې کورنۍ سره یو ځای په ایران کې ژوند کاوه خو اوس له یوې وړې خور سره په کور کې پاتې ده او د خپلې کورنۍ په اړه سخته اندېښنه لري.

"پلار، مور، ورور او خور یې راته ونیول، دوی بهانه وکړه چې له تاسو نه په کمپ کې ژمنه اخیستل کیږي، له دوی یې ټلیفونونه او پاسپورتونه اخیستي او د خبرې له اورېدو پرته یې کمپ ته انتقال کړي دي، پلار مې سپین ږیری او ناروغ دی، د خپلو درملو د اخیستلو اجازه یې لا نه ده ورکړې، اوس په ډېر بد وضعیت کې دی او اوس مهال په پوله کې بند پاتې دي."

پلار مې سپین ږیری او ناروغ دی، د خپلو درملو د اخیستلو اجازه یې لا نه ده ورکړې، اوس په ډېر بد وضعیت کې دی او اوس مهال په پوله کې بند پاتې دي.

باسط واحدي بل افغان ده چې په خبره یې څو ورځې وړاندې د پولیسو له لوري تر نیولو وروسته افغانستان ته ډيپورت شو.

دی چې وايي د خپلې کورنۍ سرپرست دی او اوس چې ډیپورټ شوی په ایران کې د خپلې پاتې کورنۍ په اړه سخت اندېښمن دی.

"د سهاز شپږ نیمې بجې وې چې د کار له ځایه یې ونیولم او موټر ته یې پورته کړم، ټول هغه کسان چې د قانوني اسنادو موده پای ته رسېدلې وه ټول یې یوړو، پنځه ورځې په کمپ کې پاتې شوم بیا یې افغانستان ته ډیپورټ کړم، له بده مرغه زما کورنۍ چې په ایران کې بې سرپرسته پاتې ده سخت ورته اندېښمن یم، هلته د اوبو او د کور د کرایې ستونزه ده او کورنۍ مې له ستونزو سره مخ ده او زه هم دلته بند پاتې یم. "

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د پولیسو ویاند سردار منتظر المهدي اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دې هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو نیول او پېژندل ۴۵ سلنه زیات شوي دي.

د ایران مهر خبري اژانس په یو راپور کې پرون د اګسټ په ۱۰ مه د نوموړي له قوله لیکلي چې امنیتي ځواکونو په دې موده کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه کړې چې په ترڅ کې یې ۱ عشاریه ۴ میلیونه کډوال ایستل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو دغه هیواد ته د افغان کډوالو د ناقانونه ننوتلو د مخنیوي په هدف د تېر کال په پرتله خپلې ګزمې ۱۶ سلنه زیاتې کړي او لږ ترلږه د ۲۵۰۰ بې اسناده افغان کډوالو د ورتګ مخه یې نېولې ده.

ایران څو میاشتې وړاندې د دې هیواد او اسرایلو ترمنځ تر وسله والې شخړې وروسته له دې هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه.

د کډوالۍ او بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو د ایران دا اقدام غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله د جولای تر ۲۳ مې له یو میلیون او ۶۸۴ زره څخه ډېر افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي دي، چې په افغانستان کې یې بشري بحران لاپسې سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال ادارې آي آو آیم د اګسټ په ۷ مه په یو بیان کې ویلي چې د راستنېدو پروسه باید خوندي، دواطلبانه او با عزته وي.

آي آو آیم ټینګار کړی چې که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.

XS
SM
MD
LG