افغان ماشوم فوټبالر محمد عثمان عاطف وایي، هیله لري چې افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ولوبېږي.
دی ۱۲ کلن او د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی دی.
دی چې اوس کابل ته راغلی وايي روزونکو یې لوبه ډیره خوښه کړې او ورته یې ویلي چې مخته به ولاړ شې.
«تاسو زما دا هیله، پوره وبولئ چې زه به یوه ورځ په نړیواله کچه افغانستان ته ویاړ راوړم.»
د افغانستان د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار د چاکران سیمې اوسېدونکی ۱۲ کلن محمد عثمان عاطف دی، چې په دې ورستیو ورځو کې یې د ښې لوبې ویدیو ګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې او لاس په لاس شوې.
په دې ویډیوګانو هغه د خاورو په یو میدان او شخصي جامو کې د فوټبال ځانګړي حرکتونه په ډېر ښه او چټک ډول ترسره کوي.
محمد عثمان ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې فوټبال سره بې کچې مینه لري:
"ما فوټبال لا له هغه مهاله پیل کړی چې دیر کوچنی وم، هلکانو به هڅولم چې ته یې استعداد لرې، اوس مې فوټبال د ژوند یوه برخه ده، شاوخوا دوه درې کلونه کېږي چې زه فوټبال کوم."
دلته د ملي لوبډلې روزونکو راته وویل چې ته له روزنکو پرته دومره ښه لوبه کوې، کېدای شي تا دباندي واستوو، ښایي بارسلونا لوبډله کې ولوبېږې.
دی چې د اووم ټولګی زده کوونکی دی وايي، هیله من دی چې د زده کړو تر څنګ د فوټبال ورزش په برخه کې په ښو امکاناتو او د روزونکو تر څارنې لاندې لا مخته ولاړ شي:
" زموږ په کلي کې یوه خاورینه مځکه ده، هلته اصلا روزونکی نه و، د تمرین لپاره هېڅ اسانتیاوې نه وې له دې وروسته ممکن (کابل) کې پاتې شم او کلي ته ولاړ نه شم، چې هم مې زده کړې وکړم او هم تمرین وکړم چې د هېواد د ۱۲ کلنو پورته ملي لوبډلې سره یو ځای شم."
محمد عثمان عاطف چې په ټولنیزو رسنیو کې تر مشهورتیا ورسته اوس کابل ته راغلی دی، ازادي راډیو ته یې وویل، کابل کې یې روزونکو لوبه ډیره ستایلې ده:
"زه ډېر خوشحاله یم، خدای تعالی ما ته چانس راکړ چې (خلک مې) وپېژني، زه دا وایم که هر څوک مې ملاتړ وکړي هغه به هېڅ کله نا هیلی نه کړم. دلته د ملي لوبډلې روزونکو راته وویل چې ته له روزنکو پرته دومره ښه لوبه کوې، کېدای شي تا دباندي واستوو، ښایي بارسلونا لوبډله کې ولوبېږې."
د یادونې ده چې د افغانستان د فوټبال د ډګر او نورو برخو ډېرې مشهورې څیرې له همدغو هیڅ امکاناتو ځلېدلې او له ډیرو ستونزو سره سره ځلېدلې دي،مخته ولاړې دي او دغه هیواد ته یې ویاړونه ګټلي دي، چې د محمد عثمان عاطف لپاره هم دا هیلې کیدای شي.