د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د شپېتمې ناستې په ځنډه کې د یوې غونډې یو شمېر ګډونوالو د افغانستان لپاره د یو ځواب ویونکي میکانیزم د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ناستې یوې ویناوالې فرشته عباسي، ازادي رادیو ته وویل، له سلو څخه ډېرو سازمانونو په جینیوا کې داغوښتنه مطرح کړه.
د دوه زره لومړي کال د سپټمبر له یولسمې ۲۴ کال راوروسته، چې د القاعده ترهګرې ډلې موسس او دوهم مشر وژل شوې دي او امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي، بیا هم د امریکا په باور دا ډله یو تهدید دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان " سیف ده چلډرن" وايي، د افغانستان د وروستۍ زلزلې په ځپل شویو سیمو کې له پنځه کلونو کم عمره لږ ترلږه ۳۷ زره ماشومان او ۱۰ زره امیندواره او شېدې ورکوونکې میندې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي.
د کونړ په زلزله کې د خلکو په زرګونه څاروي او چرګان مړه شوي دي. یو شمیر زلزله ځپلو ازادي راډیو ته وویل، مخکې یې ژوند په همدې مالدارۍ او د چرګانو په ساتلو مخته وړلو، خو اوس حیران دي چې څه وکړي.
ملګري ملتونو د افغانستان د ختیځ د نیم میلیون زلزله ځپلو لپاره نژدې ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته غوښتې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په خپل ټول توان سره د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره یووالي څرګند کړي.
ټاکل شوې چې نن د سپتمبر په ۹ مه په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ اسیا جام سیالۍ پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۸ مې نېټې به دوام کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) وايي، د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د پاکو اوبو او روغتیايي پاملرنې نه موجودیت او په خلاصه فضا کې د حاجت رفع کولو د کولرا وبا د رامنځته کېدو ګواښ زیات کړی دی.
افغانستان ته له پاکستان او ایرانه ځینو ستنو شویو کډوالو ازادي رادیو ته وویل، نه سرپناه لري او نه یې کومې مرستې تر لاسه کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې هیواد کې د وضعیت د بدلون لپاره له ټولو شته وسیلو کار واخلي. ریچارډ بنیټ دا غوښتنه تېره ورځ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې وکړه.
په کونړ کې یو شمېر زلزله ځپلې نجونې، ښځې او د نویو زېږېدلو ماشومانو او امېندواره میندې وایي، هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مه غونډه نن په جینوا کې پیل شوه. په جینوا کې د افغانستان سفارت او استازولۍ په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د دې ناستې په لومړۍ ورځ به عالي کمشنري د افغانستان د بشري حقونو په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت وايي د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د قربانیانو د لټون او ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او هېڅ قرباني تر خاورو لاندې نه دی پاتې شوی. خو یو شمېر ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې په مزار دره او چلس سیمو کې لا هم زیات شمېر قربانیان تر خاورو لاندې پاتې دي.
نور راوښيه