دې سازمان د سپټمبر په ۹ مه په یوه بیان کې چې په اېکس پاڼه یې خپور شوی ویلي په اغیزمنو سیمو کې له ۹۱ زره ډېر کسان د بېړنیو تغذیوي مرستو غوښتونکې دي.
په بیان کې راغلي دا وضعیت داسې مهال راغلی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د کمښت له امله سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
سیف ده چلډرن ویلي د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان په ختیځ کې د ۸۰ روغتیايي مرکزونو او ګرځنډه ټیمونو د تړل کېدو لامل شوي چې له امله یې ۵۶۴ زره کسان له درملنې بې برخې شوي دي.
په بیان کې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د پروګرامونو د یوې مسوولې سمیرا سعید رحمان له قوله راغلي: "د ماشومانو خوارځواکي لا دمخه یو بیړنی حالت و، خو ویجاړونکو زلزلو دا ناورین لا پسې ژور کړی دی."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له وړاندې هم د خوارځواکۍ له پراخ کړکېچ سره مخ هیواد بلل شوی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسیف په تېره اګسټ میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د ۳ عشاریه ۵ ملیونه خوارځواکو ماشومانو له ډلې ۱،۴میلیون د مرګ له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا) هم د دوشنبه په ورځ د سپټمبر په ۸ مه د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله په اغیزمنو سیمو کې د ماشومانو او میرمنو د خوارځواکۍ په اړه خبرداری ورکړی و.
یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ بیا وايي چې که څه هم له ویجاړیو ابادې ته راویستل شوي او سرپناه ورته برابره شوې ده خو لا هم د روغتیايي اسانتیاوو په ګډون بیلابیلو مرستو ته اړتیا لري.
د کونړ د نورګل ولسوالۍ د زلزلې یوه زیانمن عبدالله ازادي راډيو ته وویل"بیګاه هم په نهره پاتې شوو. هیڅ نه وو، نه ګرمه ډوډۍ وه او نه سړه. په زلزله کې مې یو زوی شهید شو او موږ لس کسان ټپیان شوو، کور ړنګ شو، هر څه مو چې لرل له منځه لاړل."
د څوکۍ ولسوالۍ د چلس سیمې زلزله ځپلي اسحاق ازادي راډیو ته وویل لا هم ورته سرپنا نه ده برابره شوې. اسحق وايي"ډېره مرګونې صحنه تېره شوه، اوس هر څه ته اړتیا لرو، یوازې دغه یوه یوه جوړه جامې لرو، نه اوبه شته، نه مو خیمه شته، بیګاه هم ماشومانو په ولاړه شپه تېره کړې ده، باران و، ماشومانو ژړل او رب ته مو سوالونه کول."
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق "یونیسیف" هم تازه ویلي، په داسې حال کې چې ژمی را روان دی په کونړ او څیرمه ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۲۱۲ زرو کوچنیانو او د دوی د کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ دی.
یونیسیف له زلزله ځپلیو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره د ۲۲ ملیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د ۱۳۹،۶ میلیون دالرو په ارزښت د بیړني غبرګون څلور میاشتنۍ طرح جوړه کړې ده چې پر بنسټ به یې بشرپاله سازمانونه وکولای شي د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اونۍ د ویجاړونکې زلزلې څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو ته مرستې ورسوي.
د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د شپې ناوخته د رېښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ درجې زلزلې په کونړ او همداراز ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې پراخ مالي او ځاني تلفات واړول.
د طالبانو د حکومت ویندویانو وخت په وخت په زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه شمیرې خپرې کړي چې پر بنسټ یې په ټوله کې په دې زلزله کې په څلورو ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې له ۲،۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، نږدې ۴،۰۰۰ کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۷،۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي په مړو شویو کې شاوخوا ۷۵۰ یې ماشومان دي.
دغه سازمان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د یوسل او څلویښت میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.