افغانستان د هغه هیوادونو له ډلې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۰ مه ناسته کې د دې هیواد د بشري حقونو وضعیت ته بیا کتنه کیږي.
په جنیوا کې د افغانستان سفارت او استازولۍ ویلي دا ناسته به نن د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په اتمه پیل او د اکټوبر تر ۸ مې دوام کوي.
دغه استازولۍ په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د دې ناستې په لومړۍ ورځ به د بشري حقونو د عالي کمشنر دفتر د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور د ناستې ګډون والو ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وړاندې تر دې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د شورا د ۶۰ مې ناستې د اجنډا په دوهمه برخه کې دافغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي شفاهي او د بشري حقونو د عالي کمیشنر دفتر راپور شامل دی.
دا ناسته په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو په ګډون په افغانستان کې د دغه سازمان سیاسي استازولۍ یوناما، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ، د بشري حقونو څار سازمان او د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په دې هیواد د طالبانو د حکومت له لوري د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو نه د پراخو سرغړونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
پرون یکشنبه د سپټمبر ۷ مه د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړ چې د افغانستان د ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې بې پروايي کولای شي په نړیواله کچه د ښځو د حقونو کچه کمزوري کړي.
د دې سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدر بار ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د افغانستان اوسنی وضعیت په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره لویه ازموینه وبلله.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې هم خبرداری ورکړی چې په دې هیواد کې د ښځو د حقونو اړوند د نړۍ تر ټولو ستر او جدي ناورین مخ په عادي کېدو روان دی.
سوزان فرګوسن د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي د طالبانو فرمانونو د ښځو ازادۍ، کرامت او اساسي حقونه سخت محدود کړي دي.
په ورته وخت کې، یو شمیر افغان ښځې او نجونې د دغه ناستې په اړه خوشبینې دي او وايي تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغان میرمنو د حقونو په اړه جدي بحثونه وشي.
د بدخشان ولایت اوسیدونکې انیتا هادي ازادي راډیو ته وویل:زه له دې ناستې هیله لرم چې د بشري حقونو په بحثونو کې د افغان ښځو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او په هغو ډلو فشار راوړي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي دي، ترڅو زموږ اساسي حقونه راکړل شي، او د ښځو لپاره د د زده کړو، او د ملاتړ په هدف اغیزمن او دوامداره پروګرامونه پیل کړي. "
د کابل یوه اوسېدونکې او له زده کړو محرومه شوې زینت هم ورته غوښته لري."د یوې افغانې نجلۍ په توګه، دغه ډول ناستو ته خوشحاله کیږم او هیله لرم چې ملګري ملتونه پر طالبانو فشار زیات کړي تر څو دغه ډله د افغان ښځو او نجونو ټول حقونه ورکړي."
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم دا ناسته چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو په اړه په کې بحثونه کیږي هم مهمه بولي.
له ډلې یې رقیې ساعي ازادي راډيو ته وویل:"دا غونډه د افغان ښځو او نجونو د برخلیک د بدلولو لپاره ډیره مهمه ده، خو که چیرې د افغان ښځو او نجونو وضعیت په جدي توګه تعقیب شي او طالبان چې په سیستماتیک ډول یې ښځې له ټولنې څخه حذف کړي او د زده کړو او کار په ګډون یې دوی له بنسټیزو حقونو محرومې کړي مسول وګڼل شي."
له دې وړاندې په په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولي ویلي چې په افغانستان کې د طالب چارواکو د پاړ وړ پرمختګ د ادعاوو برعکس د مدني ټولو، بنسټونو، رسنیو، نړیوالو سازمانونو او عیني شاهدانو راټول شوي معلومات په بشپړ ډول مختلف انځور ښيي.
دغه استازولي دغه راز د جون په میاشت کې په خپل څلورم دوه راپور کې چې د تبعیض د له منځه وړلو کمیټې (CEDAW)سیداو ته وړاندې شو، ویلي چې د طالبانو لخوا د افغانستان نیول د ښځو د حقونو لپاره یوه جدي ضربه وه او اوسنی وضعیت د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو د حقونو بې ساري سرغړونه ده.
د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د "اسلامي شریعت" په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تضمین کړي دي، خو دا ادعا د نړیوالې ټولنې او د ښځو د حقونو فعالینو لپاره د منلو وړ نه ده.
طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د زده کړو او کار په ګډون په بیلابیلو برخو کې په ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي چې کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.