افغانستان نن د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې چې د کابل په وخت ماښام اوه بجې پیلیږي له هانګ کانګ سره مخ دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي افغان لوبډلې د دې سیالیو لپاره پراخ تمرینات کړي او ښې لوبه به ترسره کړي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډيو ته وویل:
«افغان لوبډله د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې له هانګ کانګ سره مخ ده، دا د دې سیالیو د پیل لوبه ده، مخکې له دې چې افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته د روزنیز کمپ لپاره لاړه شي په کور دننه د شپږیزې سیالۍ ترسره شوې، وروسته دوی ته په کابل کې لس ورځنی روزنیز کمپ برابر شو، وروسته یوه اونۍ په اماراتو کې روزنیز کمپ وو، په ټوله کې لوبډله سیالیو ته پوره اماده ده او هیله لرو چې افغان لوبډله به په اسیا جام سیالیو کې ښه ولوبیږي.»
افغانستان چې د دې سیالیو په "بي" ګروپ کې ځای لري، دوهمه لوبه به د روانې سپټمبر په ۱۶ مه له بنګله دیش او درېیمه هغه هم د همدې میاشتې په ۱۸ مه له سرلینکا سره وکړي.
د دې سیالیو په "اې" ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان یو بل ته سره مخ کېږي.
د کرکټ یو شمېر افغان مینه وال دغه سیالیو ته خوښ دي او وايي هیله لري چې افغان لوبډله ښې لاس ته راوړنې ولري.
د ننګرهار اوسېدونکي صبغت الله ازادي راډيو ته وویل:
«زموږ لوبډله ان شالله ډېره ښه ده او ښه تمرینې سیالۍ یې هم ترسره کړې زموږ هیله داده چې افغان لوبډله به سږ کال د دې سیالیو اتلوتلي وګټي.»
او د کونړ اوسېدونکي زاهدالله د توپ وهنې په برخه کې در افغانستان د ټیم توجه غواړي:
«نن د اسیا جام سیالۍ پیلیږي،زموږ لوبغاړي د توپ وهنې په برخه کې هر وخت ستونزه لري خو د توپ اچونې په برخه کې ډېر ښه دي، موږ له کرکټ بورډ غواړو چې د بیټینګ برخې ته پوره پام وکړي او زه بشپړ ډاډه یم چې زموږ لوبډله به ډېرې سیالۍ وګټي.»
د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزه کرکټ وروستۍ درجه بندې له مخې هندوستان اوس مهال په نړۍ کې اول او سرلینکا، پاکستان، افغانستان او بنګله دیش اوم، اتم، نهم او لسم ځای لري.
د دې سیالیو پای لوبه به د سپټمبر په ۲۸ مه ترسره شي.
په ټوله کې د دې سالیو په لړ کې ۱۹ لوبې کیږي چې د پایلوبې په ګډون ۱۱ سیالۍ یې په دبي او ۸ نورې په ابوظبې کې ترسره کیږي.
د کرکټ افغان څارونکي سمیع الله هلال ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان لوبډله باید د توپ وهنې په برخه کې په خپلو ستونزو کار وکړي ځکه په خبره یې له پاکستان سره په درې اړخیز سیریز کې معلومه شوه چې افغان لوبډله لا هم د هدف په تعقیب کې ستونزه لري:
نوموړي ازادي راډیو ته وویل:
«د اسیا جام لپاره د افغان لوبډلې په ترکیب نیوکې له وړاندې موجودي دي، ځکه په لوبډله کې الراونډران زیات دي، او د توپ وهنې په برخه کې په وار وار ستونزې لیدل شوي دي، موږ باید له تېرو غلطیو زده کړو وکړو او د توپ وهنې په برخه لا زیات کار وکړو تر څو په اسیا جام سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولرو.»
نوموړي وویل افغانستان چې اوس مهال د اسیا په کچه له هند وروسته دوهمه پیاوړې لوبډله بلل کیږي باید په عمل کې یې ثابته کړي او د دې سیالیو تر نیمه پایلوبې او پایلوبې ځانونه ورسوي.
د کرکټ بل افغان څارونکی مسعود رحماني که څه هم وايي، افغان لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان په وړاندې ښه ونه لوبیده خو هیله څرګندوي چې په اسیا جام کې به هغه تیروتنې جبران شي.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د کوربه لوبډلې او پاکستان سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې دوهم مقام خپل کړو.