د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

د افغانستان لپاره د یوه ځواب ویونکي میکانیزم د تاسیس په اړتیا ټینګار


په جنیوا کې د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو د شورا دیوې غونډې تصویر،
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو دبشري حقوقو د شورا دیوې غونډې تصویر،

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د شپېتمې ناستې په ځنډه کې د یوې غونډې یو شمېر ګډونوالو د افغانستان لپاره د یو ځواب ویونکي میکانیزم د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ناستې یوې ویناوالې فرشته عباسي، ازادي رادیو ته وویل، له سلو څخه ډېرو سازمانونو په جینیوا کې داغوښتنه مطرح کړه.

د بشري حقونو یو شمیر سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د شپېتمې ناستې په څنډه کې د دغه غونډې له ګډنوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او د عاملینو د پېژندنې لپاره یې یو خپلواک میکانیزم رامنخته کړي.

د جنیوا د ډیالوګ او پرمختګ مرکز، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۰مه د " مخته پرته لاره: په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو له جزوي پرمختګونو تر بشپړ ځواب ویلو پورې" په نوم ناستې کوربه و، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د بحث اصلي تمرکز پر ښځو د لګولو شویو محدودیتونو په اړه د ځوابو ویلو په هڅو، د جنسیتي اپارتاید د قانوني کېدو پر ثبت، او د خپلواک څېړنیز میکانیزم پر رامنځته کولو وو.

د بشري حقونو په سازمان کې د افغاستان د برخې څېړونکې او د دغې غونډې یوې ویناوالې فرشته عباسي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې ۱۰۷ سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو ثبت او د عاملینو پېژندنې ته یې یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړي.

هغې وویل:

د وضعیت د خرابوالي له امله، په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ له اګست راهیسې چې طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون خپور کړ، د مدني ټولنې بنسټونه غواړي چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی میکانیزم جوړ کړي. په ورته مواردو کې لکه په میانمار، سوریه او د ایران د، ښځې، ژوند او ازادۍ، په اعتراضونو کې هم شورا داسې میکانیزمونه رامنځته کړي دي. مدني ټولنه باور لري چې افغانستان اوس دې ته سخت اړتیا لري او باید همدا سپټمبر د شورا په دغه ناسته کې دا میکانیزم جوړ شي.


په دې غونډه کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت، په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه، او د څو نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا شپېتمه ناسته د سپټمبر په ۸مه په جنیوا کې پیل شوې او د اکتوبر تر ۸مې دوام کوي.

ریچارد بنیت له دې وړاندې، د ناستې په لومړۍ ورځ، له غړو وغوښتل چې د یو خپلواک څېړنیز میکانیزم د جوړېدو ملاتړ وکړي څو د نړیوالې جزایي محکمې د یوناما ماموریت او د ځانګړي استازي هڅې بشپړې کړي.

هغه دغه شان وویل چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له سیستماتیکې ځورونې سره مخ دي، او هغه سرغړونې چې پر نورو ټولنو اغېز کوي، دلته له سزا پرته روانې دي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یو شمیر فعالان له دې ډلې سید اشرف سادات د داشان یو میکانیزم رامنځته کول افغانسان لپاره اړین بولي:

موږ هیله لرو چې یو داسې میکانیزم رامنځته شي چې د افغانستان له مدني ټولنې، ښځو او سیاسي قشرونو دایمي ملاتړ وکړي، طالبان د ټولو موجودو مواردو په اړه ځواب ویونکي وګرځوي، او هم د نړیوالو سازمانونو له لوري د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپلواکو نړیوالو څېړنو لپاره لاره او زمینه برابره کړي، څو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پراخ اړخونه لا روښانه شي.


د یادونې ده ورسته له هغې چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پر ښځو او نجونو یې سخت محدودیتونه ولګول؛ نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې، او ښځې یې هم په ديری دولتي او نا دولتي ادارو کې له کار کولو راوګرځولې.

خو دوی ادعا کوي چې د ښځو په شمول د افغانستان د ټولو وګړو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنې او نړیوال یې ورسره نه مني.

XS
SM
MD
LG