د اوچا د ستراتیژۍ او همغږۍ مسولې شانون اوهیرا دوشنبه د سپټمبر په اتمه د ملګرو ملتونو په انلاین خبرې ناسته کې وویل، په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل:
«په سیمه کې وضعیت ډېر خراب دی، یو شمېر کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نور له خیمو پرته باد او باران تهکل پرتې دي، پاکې اوبه او روغتیايي پاملرنه وجود نه لري، دې ته په کتو چې په سیمه کې د کولرا وبا موجوده وه، زموږ لومړنۍ اروزنې ښيي چې ۹۲ په سلو کې زلزله ځپلي په ازاده فضا کې خپل حاجت رفع کوي، نو ویلای شو چې د کولرا وبا احتمال په جدي ډول د اندېښنې وړ دی.»
نوموړې دغه شان وویل چې سیمه په بشپړ ډول ویجاړه شوې او ډیرو زیانمنو د کورنۍ ګڼ غړي له لاسه ورکړي چې له امله یې په ذهني ډول ځپل شوي او روانې درملنې ته اړتیا لري.
نوموړې دا هم وویل چې زیات شمېر میرمنې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي داسې مهال چې په یو شمېر سیمو کې روغتیايي ټیمونه کار کوي خو په خبره یې دغه چاره عاجلې پراختیا ته اړتیا لري.
په همدې حال کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ چې اوس مهال له خپلو ویجاړو شویو سیمو راوتلې او په خاص کونړ کې تر خیمو لاندې ژوند کوي وايي ماشومان یې ناروغان دي او له خیمو پرته هیڅ ډول اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.
یوې زلزله ځپلې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
«زوی مې ناروغ دی، اسهال شوی دی او دانې پرې راختلي دي، خپله هیڅ نه لرو، نه دلته اوبه شته نه تشنابونه شته، تر خیمې لاندې دلته په دې ډاګ کې پراته یو، هیڅ نه لرو.»
دا میرمن وايي خپله د شپږو میاشتو امیندواره ده او په زلزله کې ټپي شوې خو د ښځینه ډاکترې د نه موجودیت له امله له ستونزو سره مخ ده.
په همدې کمپ کې میشته یوه بله میرمن هم ورته ستونزه بیانوې.
دا هم چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
« تشنابونه نه لرو، اوبه نه لرو، ګیلاس او پیاله نشته، د اودس کولو لپاره لوټکه نشته، جاینماز نشته، په ډېره سختۍ له خپلو سیمو راووتو ان په سر مو ټیکري نه وو، یوازې مو خپل سرونه راویستي او اوس دلته پراته یو.»
دا په داسې حال کې ده چې پرون د سپټمبر په اتمه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یو بیان کې ویلي وو چې د کونړ په مرګونې زلزله کې له نیمايي زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.
دغه سازمان ویلي، چې د زلزلې له امله اغیزمنې شوې ښځې او ماشومان سخت ټپیان شوي او بېړني او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
په بیان کې راغلي وو چې د دغه ناورین بشپړ حد لا تراوسه هم نامعلوم دی ځکه یو شمېر اغیزمنې سیمې لرې دي او د نه لاس رسي له امله تراوسه نه دي ارزول شوي.
داسې مهال چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ښودل شوې د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې له ۱۱ زرو ډېرې امیندواره میرمنې هم په دې زلزله کې اغیزمنې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې وه چې د ښځینه مرستندویانو په تګ راتګ لږېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي چې زیانمنو میرمنو ته بیړنۍ روغتیايي مرستې ورسیږي.
رویټرز خبري اژانس په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د مرستیال د استازې ډآکتره مکتا شرما له قوله ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ۹۰ په سلو کې روغتیايي کارکونکې نارینه دي او پاتې لس سلنه ښځې هم تر ډېره نرسانې او قابله ګانې دي نه متخصصې ډاکترانې.
نوموړی ویلي ښځې له نارینه ډاکتر سره تعامل او خبرو ته زړه نه ښه کوي چې له امله یې زرګونه ناروغانې بې درملنې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو حکومت په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې د عملیاتو د پای ته رسېدو اعلان وکړو او وې ویل چې له دې وروسته یې ټول پام زلزله ځپلو ته په مرسته ورټول دی.
د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د شپې ناوخته د رېښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ درجې زلزلې د ننګرهار، لغمان او نورستان په ګډون په کونړ کې پراخ مالي او ځاني تلفات واړول.
د طالبانو حکومت ویلي په دې زلزله کې په څلورو ختیځو ولایتونو کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان کې له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، نږدې ۴۰۰۰ کسان ټپيان شوي او له شاوخوا ۷۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګرو ملتو دې زلزله ځپلیو سره د نږدې یوسل او څلویښت میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.