د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

ملګرو ملتو د افغانستان لپاره د لسګونو میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې


د سپتمبر-۸- د کونړ د زلزله ځپلیو لپاره د مرستندویانو یو کمپ-ارشیف
د سپتمبر-۸- د کونړ د زلزله ځپلیو لپاره د مرستندویانو یو کمپ-ارشیف

ملګري ملتونو د افغانستان د ختیځ د نیم میلیون زلزله‌ ځپلو لپاره نژدې ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته غوښتې. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، نړیواله ټولنه باید په خپل ټول توان سره د افغانستان د ختیځ له زلزله‌ ځپلو سره یووالي څرګند کړي.

ملګرو ملتونو افغانستان لپاره د ۱۳۹،۶ میلیون دالرو په ارزښت د بیړني غبرګون څلور میاشتنۍ طرحه جوړه کړې ، چې پر بنسټ به یې بشرپاله سازمانونه وکولای شي د افغانستان په ختیځ کې د تیرې اونۍ د ویجاړونکې زلزلې څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو ته مرستې ورسوي.

اوچا د سپټمبر پر ۹مه، په خپاره شوي بیان کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په خپل ټول توان سره د افغانستان په ختیځ کې زلزله خپلو سره خپل یووالی څرګند کړي.

په دوام کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي، اندریکا راتوت په حواله راغلي، چې اوس هغه وخت دی چې نړیواله ټولنه باید په بشپړ ځواک سره هغو خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړي چې له دې وړاندې یې هم ډېر کړاونه زغملې دي.

نوموړي زیاته کړې ، د ژمي د رانږدې کېدو ته کم وخت پاتې دی او باید اړیتې مرستې تر زلزله‌ ځپلو ورسېږي.

اوچا وړاندې په بیان کې ویلي، ډېری کورنیو خپل د خوړو زیرمې له لاسه ورکړي او اوس په ناامنه او لومړنیو شرایطو کې له سرپناه او اړینو وسایلو پرته ژوند کوي. د څښاک اوبو او روغتیایي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود دی او د روغتیا، زده‌ کړو او نورو بنسټیزو خدمتونو زیربناوې هم زیانمنې شوي یا له منځه تللې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دغه شان زیاته کړې، ملګرو ملتونو او د بشري مرستو بنسټونو په زیانمنو سیمو کې د مرستو لړۍ پیل کړې چې پکې د خوړو، خیمو، ګرمو جامو، کمپلو، د څښاک د اوبو ویش او د روغتیایي ټیمونه لېږل شامل دي.

د دې ادارې په وینا، نوې ۱۳۹.۶ میلیونه ډالري بودجه به د کال تر پایه څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو کسانو ته د سرپناه، اوبو، خوړو، ساتنې، زده‌ کړو او کرنیزو مرستو په ګډون څو برخیز خدمتونه برابر کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د ۴۸ هېوادونو او نړیوالو ادارو له بشردوستانه مرستو او همکارۍ مننه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې د اګست د ۳۱مې د شپې ناوخته مرګونې زلزلې له امله تر ۲۲۰۰ زیات کسان وژل شوي، له ۳۶۰۰ زیات ټپيان شوي او له ۶۷۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي.

په همدې حال کې یو شمېر زلزله ‌ځپلي وايي، تر اوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د کونړ ولایت د څوکي ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد، ازادي راډیو ته وویل:

"د سرپناه ځای نه لرو، کورونه ټول ویجاړ شوي، خوړاکي مواد پر وخت نه رارسېږي، هغه څه چې په کور کې مو درلودل له منځه لاړل. تر اوسه مو څه چې په توان کې وو وکړل، نور څه نه شو کولی، ځکه ماشومان او ښځې بې کوره پاتې دي. زموږ کورنۍ اته کسیزه ده، یوازې یوه خیمه راکړل شوې چې بسنه نه کوي، ځکه کور مو بشپړ ویجاړ شوی دی. که بېرته ونه ورغول نه شي، په دې ډول ژوند ناشونی دی."

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اوسېدونکی نقیب‌الله صافی، هم ورته ستونزه یادوي:

"اوس خلک په دښته او صحرا کې ژوند کوي، څوک خیمه لري، څوک یې نه لري. خلکو ته د خوړو، پیسو، کلینیک او هر څه اړتیا ده. دلته ماشومان او ښځې دي، ځینو ته رسېدنه شوې، ځینو ته نه ده شوې."

د طالبانو حکومت د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، تر اوسه یې د کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د افغانستان په ختیځ کې په سلګونو زیانمنو کورنیو ته د خوړو او نورو اړتیاوو مرستې وېشلي دي.

د دغې ادارې په فیس بوک پاڼه په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې زلزله ځپلو ته د اوړو بورۍ، غوړي او نور خوراکي توکي وېشل شوي دي.

ملګرو ملتونو تازه د کونړ په زلزله‌ ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو د خطر په اړه هم خبرداری ورکړی، ځکه په وینا یې شاوخوا ۹۲ سلنه زیانمن شوي خلک په کمپونو او پرانیستو ځایونو کې حاجت رفع کوي چې دا د ناروغۍ د خپرېدو ګواښ زیاتوي.

XS
SM
MD
LG