د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۳

کونړ کې زلزله ځپلي: ژوند مو د مالدارۍ پر مټ وو، اوس هېڅ نه لرو


د کونړ په زلزله کې د خلکو په زرګونه څاروي او چرګان مړه شوي دي. یو شمیر زلزله ځپلو ازادي راډیو ته وویل، مخکې یې ژوند په همدې مالدارۍ او د چرګانو په ساتلو مخته وړلو، خو اوس حیران دي چې څه وکړي.

په کونړ کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هم وايي، چې زلزلې په دغه ولایت کې مالداري سخته اغیزمنه کړې ده.

د دغه ریاست د مسئولینو په خبره د کونړ په درې ولسوالیو کې د اګست د ۳۱ دیرشمې د شپې ناوخته زلزلې، تر ۱۲ زرو پورې لوی او واړه څاروي او دغه شان تر ۱۰ زرو پورې چرګان مړه کړي دي.

د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د تیتک کلي دې اوسېدونکی محمد زمین وړاندې ازادي راډیو ته وویل، په زلزله کې یې له دېرشو زیاتې یوازې وزې مړې شوې دي:

"روزانه ژوند زمونږ په مالدارۍ روان و، هغه مالداري زمونږ هلاکه او تباه شوه، لاس تر غوږ یې کینولو، رمې مو ختمې شوې، تر چرګانو پورې هر څه غرق شول، اخیستل، خرڅول او خوړل، زنده ګي مو په همدې روانه وه، هغه مال چې زمونږ ختم شو، تباه شو، زمونږ زنده ګي هم ورسره تباه شوه، زما خپله پنځه دیرش اوزې مړې شوې دي، داسې مې چرګان هم مړه شوي دي."

د دغه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي او زلرله ځپلي هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

" زمونږ چې څه مال دی او مالداري وه، هغه هر څه تر خاورو لاندې شوي، ان زمونږ د ټولې سیمې د خلکو، غواګانې، وزې، چرګانې هر څه ډوب شوي دي. "

راپور کې مرکه شوي زلزله ځپلي وايي، کونړ کې زلزلې په ټوله کې مالداري سخته وځپله.

د کنړ د مالداري خدماتو عمومي امر ډاکټر غالب مسعود سره مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هم دا خبره تاییدوي.

د دغه ریاست د وتنرۍ او مالدارۍ خدمتونو عمومي امر ډاکټر غالب مسعود د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اګست ۳۱ دیرشمې د شپې ناوخته زلزلې د کونړ ولایت په درییو ولسوالیو کې، زرګونه څاروي، نور حیوانات او چرګان مړه کړي دي:

" د څوکۍ، نورګل او چپې درې په مربوطاتو کې چې کومه ساحه کې زلزله شوې ده، هلته تقریبا د ۲۵۰۰ زرو په شا او خوا کې خوسکي او غواګانې تلف شوي دي، همدا شان تقریباً د ۹۵۰۰ په شا او خوا کې پسونه او وزې تلف شوي دي، له ۳ تر در نیمو سوو پورې اسونه او مرکبونه مړه شوي او ورسره پخوا کې تقریبا تر لس زرو پورې چرګان هم مړه شوي دي. "

نوموړی زیاتوي چې فعلا دوی سیمو ته خپل ویتنران استولي چې د ټپي شویو څارویو او حیواناتو درملنه وکړي، دغه شان په خبره یې د مړو شویو حیواناتو د دفنولو چارې هم روانې دي.

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO اندېښنه ښودلې وه چې د زلزلې په سیمه کې زرګونه حیوانات له منځه تللي او که عاجله تصفیه ونه شي د ناروغیو د خپرېدو ویره موجوده ده.

د یادونې ده چې د د اګست ۳۱ دیرشمې د شپې ناوخته د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت په کونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمیر له ۲۲۰۰ او د ټپیانو له ۳۶۰۰ پورته ښودلی دی.

د «اسلامیک ریلیف» مرستندویه سازمان د ارزونې له مخې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۸ سلنه ودانۍ هم په بشپړه ډول ویجاړې یا هم په جزوي ډول زیانمنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG