د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۶

بېنېټ: نړیوال دې افغانستان کې د بشري حقونو د بدلون لپاره له ټولو وسیلو کار واخلي


د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنېټ له یوشمیر افغان میرمنو سره، ارشیف
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنېټ له یوشمیر افغان میرمنو سره، ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې هیواد کې د وضعیت د بدلون لپاره له ټولو شته وسیلو کار واخلي. ریچارډ بنیټ دا غوښتنه تېره ورځ په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې وکړه.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ وايي چې افغانستان "له لاسه تللې قضیه” نه ده بلکې د جنسیتي ځورونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ازموینه ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ «د سپټمبر په ۸مه» په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره له ټولو شته امکاناتو کار واخلي."څنګه د دې مخه نیولای شو چې افغانستان په یو له لاسه تللي هېواد بدل شي؟ زموږ په واک کې د ټولو وسیلو په کارولو، د دوامداره او اصولي نړیوال فشار په ګډون د ښه کېدو لپاره هڅونې، د مدني ټولنې ملاتړ، پراخې بشري مرستې، په نړیواله کچه د هېوادونو حساب ورکول، د جنسیتي اپارتاید څار او د دیني عالمانو او مسلمان اکثریت هیوادونو لخوا د طالبانو د شریعت نسخې ننګونه، دا ټولې هغه هڅې چې باید د ښځو د حقونو او د دوی د فعال رول پر ملاتړ متمرکزې وي."

ریچارډ بنیټ زیاته کړې چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له سیستماتیکو ځورونې سره مخ دي او په خبره یې، هغه تخلفات چې نورې ټولنې اغیزمنوي په دغه هیواد کې د له سزا نه په معافیت دوام لري.

نومړي د ملګرو ملتونو د یادې غونډې له غړو وغوښتل چې د نړیوالې جزایي محکمې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) بشپړولو او ځانګړي استازي لپاره یو خپلواک تحقیقاتي میکانیزم رامنځته کړي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وايي چې واک ته د طالبانو له راستنیدو څلور کاله وروسته، په افغانستان کې له عامه ژونده د ښځو او نجونو لرې کول تقریبا بشپړ شوي دي.

د طالبانو له راستنېدو څلور کاله وروسته، د عامه ژونده د ښځو او نجونو بې برخې ګرځول تقریبا بشپړ شوي دي
ریچارد بېنېټ

هغه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مې غونډې ته وویل چې د ډیرو نورو بشري حقونو سربېره، روغتیایی خدمتونو ته د افغان ښځو لاسرسی سخت محدود دی او افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې په نړۍ کې د میندو د مړینې لوړه کچه لري.

"د طالبانو له راستنېدو څلور کاله وروسته، د عامه ژونده د ښځو او نجونو بې برخې ګرځول تقریبا بشپړ شوي دي."

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د مشر مرستیالې ندا نشیف د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له سخت جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

هغې زیاته کړه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په افغانستان کې طالبانو د "قوانینو او احکامو یوه ټولګه" اعلان کړې چې د افغانانو بشري حقونه نقضوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کمېټې مشرې نحله حیدر هم په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په نړۍ کې "د ښځو د حقونو تر ټولو شدیدترینه ناورین" دی.

نوموړې ټینګار وکړ چې دوی باید له افغان نجونو او ښځو سره ودریږي او په خبره یې، د افغان نجونو او ښځو غږونه باید غلي پاتې نه شي او حقونه یې باید ور وګرځول شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو په ټولنیز، کاري او تعلیمي ژوند پراخ محدودیتونه ولګول، نجونې یې له شپږم ټولګیو پورته او پوهنتون کې یې له زده کړو منع کړې او په ډیری دولتي او نا دولتي ادارو کې یې هم د ښځو پر کار محدودیت ولګاوه.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

په تیرو څلورو کلونو کې پرته له روسیې هیڅ بل هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي.

په دې موده کې، نړیوالې ټولنې د طالبانو په چارواکو باندې د سفر بندیزونه لګولي، د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د دوی د مشر او قاضي القضات د نیولو حکم صادر شوی او د طالبانو د محدودولو لپاره بیانونه صادرولو په څیر اقداماتی یې کړي دي.

په افغانستان کې ډیری نجونو او میرمنو تل له نړۍ غوښتنه کړې چې د دوی د وضعیت د بدلون لپاره عملي ګامونه پورته کړي، چې په خبره یې تر اوسه نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG