له فاسټ فوډ یا ژر چمتو کېدونکو خوړو سره د ماشومانو مینه طبیعي، خو له روغتیایي پلوه ښه نه ده. یو شمیر افغان کورنۍ وايي، ماشومان یې دغه خواړه ډېر غواړي او دا چې بل څه نه خوري اړ دي چې ډېر ځله یې غوښتنې پوره کړي.
په هرات ولایت کې د هغو ښځو او نجونو نیونو، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له نظره یې «اسلامي حجاب» نه و مراعت کړی، ګڼې ښځې دې ته اړې کړې چې له کورونو څخه له وتلو ډډه وکړي او په کورونو کې پاتې شي.
د طالبانو د حکومت یو شمېر غړي وايي په دولتي ادارو کې په ځیرک ټلیفونونو بندیز په ځینو ولایتونو کې عملي شوی. د استخباراتو د عمومي ریاست یوې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې د نظامي او سترې محکمې په کارکونکو دا بندیز عملی شوی خو خپله دویته تراوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي.
د جون ۱۷ مه وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان تېرو څو کلونو کې وچکالۍ په پرله پسې ډول ځپلی چې تر هر څه زیات د دغه هیواد کرنه او مالداري یې زیانمنه کړې ده، خو سږني ورښتونو د وچکالۍ ناوړه اغیزې یو څه کمې کړې دي.
یو شمېر افغان ښځې وايي، د طالبانو محدودیتونو، نه یوازې دا چې د دوی ورځنی ژوند اغېزمن کړی، بلکې په کورنیو اړیکو کې یې هم ستونزې رامنځته کړې دي. دوی زیاتوي چې ، کله ناکله د حجاب د ډول او له کوره د وتلو له امله د کور د نارینه وو خبرې اوري.
متحده ایالاتو او ایران د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ او نښتو د پای ته رسولو په هدف شوې هوکړه په الکترونیکي ډول لاسلیک کړې ده. ټاکل شوې چې د دې هوکړه لیک د وروستي لاسلیک رسمي مراسم د راتلونکې جمعې په ورځ د سویس په جنوا ښار کې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د د وشنبې ورځې په غونډه کې افغانستان کې دیوناما ماموریت تمدید کړ. امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په افغان ښځینه کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي او د نجونو او ښځو د حقوقو په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
ډیری افغانان چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستنېږي کافي زده کړې او مسلکي مهارتونه نه لري. دوی افغانستان ته له ټیټې کچې زده کړو، محدود مسلکي مهارتونو، او کمو کاري فرصتونو سره ستنېږي
په هرات کې یو شمېر دوکانداران وايي چې په ښار کې تر وروستیو پیښو او د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو تر نیولو وروسته د دوی کاوربار سوړ شوی. دوی زیاتوي چې په دې حالت کې ورته د دوکان کرایې په څیر لګښتونو ورکول او ورځني لګښتونه پوره کول ستونزمن شوي دي.
په افغانستان کې د بدل یا ښي لاس شټرینګ لرونکي موټرو زیاتوالي، ترافیکي ګڼه ګوڼه او ترافیکي پیښې ډیرې کړې دي. کاروباریان یې وایي، د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته دغه ډول موټر په ګڼ شمېر کې افغانستان ته، تر ډیره په قاچاقي لارو وارد شوي دي.
نور راوښيه