نذیر خان کابو یوه میاشت وړاندې له پاکستانه افغانستان ته ستون کړل شوی، له هغه هېواده چې خپل ټول عمر یې په کې په کډوالۍ کې تېر کړی دی.
دی شاوخوا ۴۰ کلن دی او د خپلې ۱۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي.
د ده په خبره، کافي سواد نه لري او په پاکستان کې هم مستري و.
نذیر خان چې خپله کورنۍ یې ننګرهار کې پرېښي او ان کابل ته د کار په لټه تللی، ازادي راډیو ته یې وویل:
شاوخوا یوه میاشت کېږي چې له پېښوره راغلی یم، کار پسې ګرځم، خو کار نشته، پېښور کې مستري وم، همدا کمال لرم، له راستنېدو وروسته مې که څه هم کورنۍ ننګرهار کې ده، خو خپله د کار موندنې لپاره ۱۶ یا ۱۷ ورځې کېږي چې کابل ته راغلی یم، خو کار نه موندل کېږيافغان راستون شوی کډوال: نذیر خان
دی وایي له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان وروستیو څو لسیزو کې د کډوالو د بېرته ستنېدنې تر ټوله لوړه څپه تجربه کوي.
له ۲۰۲۳ کال راپه دې خوا میلیونونه افغانان له ایران او پاکستانه را ایستل شوي یا بیرته هېواد ستانه شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای. او. ایم) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو. ان اچ. سي. ار) د راپورونو له مخې، د کډوالو د ستنېدو وروستۍ څپې د افغانستان نازک کاري بازار باندې ډېر فشارونه راوستي، هغه بازار چې له پراخې بې کارۍ او زیاتېدونکې بې وزلۍ ځورېږي.
په دې ستنېدونکو کې هغه کورنۍ شاملې دي چې له لسیزو راهیسې یې په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کړی، هغه ماشومان چې په کډوالۍ کې لوی شوي او هغه کارګران چې کلونه یې په ټیټ معاش لرونکو برخو لکه ساختماني سکتور، کرنې، د خښتو بټیو، ترانسپورت او په ورځني مزدورۍ کار کړی دی.
ډیری یې هېڅ کله د خپلو زده کړو د بشپړولو فرصت نه دی ترلاسه کړی، او ځینې یې ان هېڅ کله ښوونځي ته نه دي تللي.
د طالبانو د حکومت لخوا پر تعلیم او کار محدودیتونو او بندیزونو ته په کتو، راستنېدونکي ښځې او نجونې په ځانګړې توګه هغه چې د خپلو کورنیو سرپرستانې هم دي، ډیرې زیانګالې دي.
۳۴ کلنه زینب چې د دوو ماشومانو مور او په ایران کې زیږیدلې ده، وايي چې میړه یې په ایران کې ورک شوی او هغه او ماشومان یې افغانستان ته په زوره ستانه کړل شوي دي.
دا چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په مزار شریف ښار کې اوسېږي، د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه ګټونکې ده.
زینب چې له دولسم ټولګي فارغه ده، خو کوم ځانګړی مسلکي مهارت نه لري، ازادي راډیو ته یې وویل:
«کار پسې مې هره ورځ دفترونه ولټول،روغتونونو کې وګرځېدم، ښؤونځیو ته ولاړم خو هېڅ ځای کې بریالۍ نه شوم چې کار ومومم،ان صفا کارۍ ته حاضره شوم، ټولو روغتونونو ته مې د صفاکارۍ وړاندیز وکړ هغه یې هم ونه مانه، ویل یې چې ځوانه یې صفاکاري درباندې نه کېږي.»
نړیوالې مرستندویه ادارې وايي چې د کورنیو ښځینه سرپرستانې د راستنیدونکو د تر ټولو زیان ګالو ډلو څخه دي، په ځانګړې توګه کله چې دوی کاري فرصتونو یا د ملاتړ شبکو ته لاسرسی ونه لري.
خو دا یوازې د نذیر خان او زینب کیسې نه دي؛ بلکې دې وضعیت کابو ټول افغان ستانه شوي اغیزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې د ۲.۹ ( دوه اعشاریه نهه ) میلیونه راستنیدونکو اکثریت، چې ۱.۹ میلیونه یې له ایران او ۱ میلیونه نور یې له پاکستانه اخراج شوي، بې تعلیمه دي.
دې سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې چې له ایرانه ۶۷ سلنه او له پاکستانه ۷۰ سلنه افغان ستانه شوي له زده کړو بې برخې دي.
د (یو. ان. اچ. سي. ار) د شمېرو له مخې، له دې دواړو هیوادونو ۵۳ سلنه ستانه شوي هم بې مسلکه دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د راپورونو له مخې، د کلونو بې ځایه کېدو، بې وزلۍ او د زده کړو له بهیره لرې والي هم ډیری افغان ماشومان او ځوانان له باکیفیته زده کړو بې برخې کړي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ملیونونو افغان ماشومان لاهم له زده کړو بې برخې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغان راستنیدونکو، په ځانګړې توګه د ستنېدونکو ماشومانو او ځوانانو لویه څپه د افغانستان پر تعلیمي سیسټم فشار نور هم زیاتولی شي.
د چارو کتونکي فضل الهادي وزین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو سره له ایرانه افغانستان ته ستنېږي، له بېلابېلو تعلیمي ننګونو سره مخ دي، ځکه د ایران او افغانستان تعلیمي نصاب توپیر لري، چاپېریال یې متفاوت دی، ژبه یې فرق لري بل اقتصادي او رواني ستونزې هم دي.»
ښاغلی وزین وايي چې دا په اوسني وضعیت کې د افغانستان لپاره یوه جدي ننګونه ده.
دی وایي که څه هم هغه د داسې وضعیت لپاره حل لاره نه ویني، خو بیا هم له نړیوالو ادارو غواړي چې دې وضعیت ته جدي پاملرنه او رسېدنه وکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان په پرلپسې توګه ټینګار کړی چې د ستنېدونکو دوامداره ادغام یوازې د بیړنیو له لارې ممکنه نه دی، دوی ټینګار کوي چې ستانه شوي د خپل ژوند بیا پیل لپاره کاري فرصتونو، مسلکي روزنې، زده کړو او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.