د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۱

له سږنیو ورښتونو سره سره لا هم افغان بزګر او بڼوال د وچکالۍ زیانونه ګالي

ارشیف
ارشیف

د جون ۱۷ مه وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. افغانستان تېرو څو کلونو کې وچکالۍ په پرله پسې ډول ځپلی چې تر هر څه زیات د دغه هیواد کرنه او مالداري یې زیانمنه کړې ده، خو سږني ورښتونو د وچکالۍ ناوړه اغیزې یو څه کمې کړې دي.

له وچکالۍ سره د مبارزې ورځ داسې مهال را رسیږي چې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه مرکزي ولایتونو کې سږ کال بزګر او بڼوال له خپلو حاصلاتو خوښ بریښي، خو وایي د وچکالۍ زیانونه لا پر ځای دي.

" تر ټولو ډیر زیان چې رسېدلی دی، هغه کرنې ته رسېدلی دی، د غنمو، کچالوو او نورو کرنیزو محصولاتو حاصلات کم شوي دي. "

دا د میدان وردګو ولایت د یوه بڼوال کلیم الله خبرې دي.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې وچکالۍ باغداري او مالداري هم زیانمنه کړې، خو په ورته وخت کې سږ کال لپاره هیله من دی، ځکه په خبره یې تېر ژمی او سږ پسرلی اورښتونه ښه وو: " د مڼو، زردالوو او نورو میوه لرونکو باغونو حاصلات کم شوي، د څرځایونو د وچېدو له امله د څارویو لپاره واښه هم کم شوي دي، خو دغه روان کال د نورو کلونو په پرتله تر ډیره ښه و، په پسرلي کې ښه بارانونه وشول او ژمي کې واوره هم ښه وه، نو هیله لرو چې سږ کال زمونږ کروندې او میوې ښه حاصلات ولري، هیله من یو انشاالله. "

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی محمد شاه چې د انارو باغ لري هم ورته خبره کوي، ده ازادي راډیو ته وویل: " سږ کال په کندهار کې وچکالي د نورو کلونو په پرتله یو څه کمه ده، خو د ځمکې لاندې اوبه ښکته تللي، کروندګر پریشانه دي خو د بارانونو له امله بیا خوشحاله دي، تر نورو کلونو وضعیت ښه دی، دا د سېلابي اوبو مخنیوی چې وشي، لوی او واړه بندونه ورته جوړ شي دا هم ډیره زیاته ګټه کوي."

دا چې د تېر ژمي او سږنیو اورښوتو په افغانستان کې د وچکالۍ له کمېدو سره څومره مرسته کړې، په دې اړه مو د طالبانو حکومت د کرهنې او مالدارۍ وزارت ویاند شیر محمد حاتمي وپوښت خو د راپور تر خپرېدو پورې یې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې د دغه وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال بازمحمد فیضان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي وو چې افغانستان د اقلیمي بدلون او وچکالۍ له امله جدي ستونزو سره مخ دی.

هغه دا هم ویلي وو چې دې وضعیت کرنه زیانمنه کړې او د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو د کمولو په موخه یې د نړیوالو بنسټونو د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان « ایف ای او» د غبرګولي په دیارلسمه په یو راپور کې ویلي و، که څه هم د کرنیزو حاصلاتو لپاره وضعیت په نسبي ډول ښه اټکل شوی، خو افغانستان لا هم د اوبو د سرچینو له جدي ستونزو سره مخ دی.

د کرهنې او چاپیرال ساتنې د برخې کارپوهان هم د دې خبرې په تایید سره وايي، اورښتونه ښه دي خو باید د اوبو د مدیریت په برخه کې هم کار وشي.

له دې ډلې ساحل دوران ازادي راډیو ته وویل: " د تېر ژمي او پسرلي نسبتاً ښو اورښتونو د افغانستان په ډیری سیمو کې په وچکالۍ مثبت اغیز کړی، خو دا د دې په مانا نه ده چې وچکالي په بشپړه مانا ختمه شوې ده، یا په ختمېدا ده، افغانستان کې اوس هم د وچکالۍ په برخه کې ستونزه شته، ځکه په دغه هیواد کې څو کاله په پرله پسې ډول وچکالي موجوده وه او اقللیمي بدلون سره مخ و، نو د یو کال اورښت یا نسبتاً زیات اورښت دا نه شي جبرانولای، د وچکالۍ د ختمولو لپاره یوازې باران کفایت نه کوي بلکې د اوبو مدیریت هم ډیر مهم او اړین دی. "

ښاغلی دوران د بندونو جوړول، د باراني اوبو راټولول، کوچنۍ زیرمې یا حوضونه جوړول، په پراخ ډول د ژورو څاه ګانو له اېستلو مخنیوی، د اوبو معقول استعمال چې په خبره یې په عامه پوهاوي سره ډیر ممکن دی، په قطره يي ډول د ځمکو او باغونو اوبول او د داسې تخمونو کرل چې کمو اوبو ته اړتیا ولري د اوبو په مدیریت کې ډېر مهم بولي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، دغه هیواد کې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره سره ویلي چې د اوبو کمی او وچکالي په افغانستان کې ترټولو پراخ ګواښ دی.

یوناما د غبرګولي په ۱۵ ویلي وو، د افغانستان نیمايي برخه خلک د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي په کرنه باندې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوندانه د ملاتیر ګڼل کیږي سخت اغیز کوي.

یوناما کندهار، هلمند، نیمروز ، زابل او ارزګان ولایتونه له وچکالي ډیر زیانمن ولایتونه یاد کړي ویلي، دوامدارې وچکالۍ ، د ورښتونو کموالي او د ځمکې لاندې اوبو ناسم استخراج، د اوبو سیستم د له مینځه تلو ترکچې رسولی دی.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG