د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۱

په هرات کې د ښځو انزوا؛ د طالبانو چارواکی د ۱۹ ښځو نیول تاییدوي

په هرات ولایت کې د هغو ښځو او نجونو نیونو، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له نظره یې «اسلامي حجاب» نه و مراعت کړی، ګڼې ښځې دې ته اړې کړې چې له کورونو څخه له وتلو ډډه وکړي او په کورونو کې پاتې شي.

په همدې حال کې، د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر نجیب‌الله علي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې تایید کړې چې ۱۹ ښځې د حجاب د نه مراعتولو په تور نیول شوې او وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.

هغه ویلي: «شاوخوا له ۱۹ څخه لږ څه زیاتې ښځې، چې اسلامي حجاب یې نه مراعتاوه، اړوندو ځایونو ته ولېږدول شوې او وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شوې، څو له دې وروسته اسلامي حجاب مراعت کړي.»

د نوموړي په وینا، د ښځو د نیولو لړۍ لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې د ښځو او نجونو نیول رد کړي وو. له بلې خوا، ملګرو ملتونو ویلي و چې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوې وې او یو شمېر یې وروسته خوشې شوې دي.

ښځې: د نیول کېدو له وېرې له کوره نه وځو

د هرات یوې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي چې دغو نیونو د ښځو په منځ کې د ناامنۍ احساس زیات کړی دی.

هغې وویل: «له هغه وخته چې دا محدودیتونه لګېدلي، یوازې څو ځله د ضروري کارونو لپاره له کوره وتلې یم. په ښار کې د ښځو شمېر ډېر کم شوی دی. ډېری هغه ښځې چې بهر لیدل کېږي، چادري یا برقع اغوندي او مخونه پټوي. هغه ښځې چې پخوا به یې اوږده چپنه اغوسته، اوس ډېرې لږ لیدل کېږي، ځکه ټولې وېرېدلې دي.»

هغې زیاته کړه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پوهنتون څخه محرومه شوې او اوس یې یوازینۍ خوښي له کوره د سودا او د زده‌کړو د کورسونو لپاره وتل وو، خو هغه فرصت هم ترې اخیستل شوی دی.

د هغې په خبره: «اکثره ښځې په کورونو کې پاتې شوې دي او د کورنیو فشارونه هم زیات شوي دي. کورنۍ وېرېږي چې لوڼې یې ونیول شي. ما خپله حضوري ټولګی درلود، خو اوس مې انلاین کړی دی. ځینې ملګرې مې پلار یا ورور تر کارځایه رسوي او بېرته یې هم راولي.»

د ښځو حضور کم شوی

ځینو ازادي راډیو ته په استولو پیغامونو کې ویلي چې په ښار او بازار کې د ښځو حضور کم شوی او دې چارې د یو شمېر دوکاندارانو پر کاروبار هم اغېز کړی دی.

د هرات یوې ۲۷ کلنې ښځې ویلي، که څه هم د طالبانو له خوا غوښتل شوی حجاب مراعتوي، خو بیا هم به ډار له کوره وځي.

هغې وویل: «هر ځل چې له کوره وځم، چادري، ماسک او اوږدې جامې اغوندم. سره له دې چې ټول مقررات مراعتوم، بیا هم دا وېره راسره وي چې څوک مې ودروي یا مې ونیسي. کله ناکله اړ کېږم خپله لاره بدله کړم او له بلې کوڅې ولاړه شم.»

هغې زیاته کړه: «له ټولو پخوانیو محدودیتونو سره سره، دې نوي محدودیت داسي احساس راکړی چې ګواکې په داسې زندان کې ژوند کوم چې خپله مې انتخاب کړی وي.»

د ښځو د حقونو فعالانې اندېښمنې دي

د ښځو د حقونو فعالانې وايي، دا ډول اقدامات به د ښځو د لا زیاتې انزوا او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لا لرې کېدو سبب شي.

د ښځو د حقونو فعاله زهرا حق‌پرست وايي: «د ښځو له مهمو مبارزو څخه یوه په ټولنه کې د هغوی حضور دی. طالبانو لکه څنګه چې اعتراضونه په زور وځپل، همداسې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده. کورنۍ نه غواړي لوڼې یې ونیول شي. په اوږدمهال کې دا وضعیت ښځې له اړیکو محروموي او له رواني ستونزو او خپګان سره یې مخامخ کوي. باید جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي.»

د هرات اعتراضونه او نړیوال غبرګون

په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې پیل شوه. وروسته د هرات د جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه وکړل.

ځايي سرچینې ادعا کوي چې دغه اعتراضونه د «زده‌کړې، کار او ازادۍ» تر شعار لاندې پیل شول، خو طالبانو پرې ډزې وکړې.

نجیب‌الله علي بي‌بي‌سي ته ویلي چې د دغو اعتراضونو په ترڅ کې درې کسان نیول شوي وو، ځکه وسلې ورسره وې، او د پېښې پر مهال دوه یا درې تنه ټپیان شوي هم وو.

هغه د طالبانو د ډزو په اړه وویل: «ځینو مجاهدینو هوايي ډزې وکړې څو معترضان تیت کړي.»

نوموړي زیاته کړه، که کوم طالب جنګیالي پر خلکو مستقیمې ډزې کړې وي، نو د مقرراتو له مخې به پوښتنې- ګروېږنې ورڅخه وشي.

د دغو اعتراضونو ځپلو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي. ملګرو ملتونو د جوزا په ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د هرات د معترضانو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی، چې له امله یې د یوه هلک په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي، چې لا هم له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخامخ دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG