د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۱

امنیت شورا کې له طالبانو په انتقاد سره د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره تمدید شو

نیویارک کې دملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډه ، ارشیف
نیویارک کې دملګرو ملتونو دامنیت شورا غونډه ، ارشیف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د د وشنبې ورځې په غونډه کې افغانستان کې دیوناما ماموریت تمدید کړ. امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په افغان ښځینه کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي او د نجونو او ښځو د حقوقو په اړه یې ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ددوشنبې په ورځ غونډه کې د طالبانو له حکومت څخه په انتقاد سره افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ،(یوناما) دیوه کال لپاره په اجماع تمدید کړ.

د طالبانو حکومت کلونه کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلي دي.

پریکړه لیک افغانستان کې دبشري حقوقو او اساسي ازادیو د دروناوي دکمزورتیا اوخصوصا د نجونو او ښځود حقوقو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.

د شورا ټولو پنځلسو دایمي او غیردایمي غړو هیوادونو د چین لخوا وړاندې شوي پریکړه لیک ته رایه ورکړه.

ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ شورا کې له رایې اخیستنې وروسته غونډې ته وویل چې د پریکړه لیک متن د یوناما د اساسي دندې ملاتړ کوي.

هغه دغه راز وویل چې پریکړه لیک غوښتنه کوي چې د ملګروملتونو په افغان ښځینه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړای شي.

"پریکړه لیک د یوناما د کار لپاره د لازمو تسهیلاتو او امنیتي ضمانتونو غوښتنه کوي او له چارواکو غواړي چې هغه محدودیتونه چې د ملګرو ملتونو په افغان ښځینه کارکوونکو لګول شوي لیرې کړي ترڅو هغوی د ملګروملتونو دفاترو ته لاسرسی ولري. "
د چین استازی فو کونګ

د چین استازي زیاته کړه چې پریکړه لیک د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه هم ژوره اندیښنه څرګندوي او له یوناما غواړي د افغانستان د مرکزي بانګ شتمنیو ته لاسرسی تامین کړي.

د چین استازي وویل چې پریکړه لیک له یوناما غواړي چې د تعلیم، روغتیايي خدماتو ، کار ،عدالت او د عامه ژوند په برخو کې د ښځو او نجونو د برابرو حقوقو لپاره له "حکومت" سره تعامل ته دوام ورکړي.

وروسته لدې د روسیې ،چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی، استازې غونډې ته په خپلو خبرو کې ددې هرکلی وکړ چې د پریکړه لیک متن د افغانستان د پرمختګ لپاره داسې عناصرو ته انعکاس ورکوي چې باید دافغانستان د دولت پر خپل ځان د بسیاینې اساس جوړ کړي.

انا ام. ایوستیګنیوا زیاته کړه چې د روسیې فدراسیون له متحدو ایالاتو سره ومنله چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د یوناما د فعالیتونو ستراتیژیکه ارزونه ترسره کړي.

" دا کارباید د وضعیت دهوښیارې او بې پرې ارزونې په اساس او افغان چارواکو سره په تعامل ترسره شي، په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړونې، بشري مرستو، ټولنیزو-اقتصادي مرستو او پراختیا په برخو کې".
د روسیې استازې انا ایوستیګوینا

تر دې وروسته امنیت شورا کې د متحدو ایالاتو استازې جنیفر لوسیتا شورا ته خپلو خبرو کې د یوناما د ماموریت په اهمیت باندې ټینګار سره وویل چې متحد ایالات ددغه ماموریت ستراتیژیکې ارزوني ته لکه څنګه چې د پریکړه لیک په متن کې راغلي، سترګې په لار دي.

هغې زیاته کړه چې دغه ارزونه به شورا ته زمینه برابره کړي چې تکراري او یا هم غیر واقعي دندې تشخیص او له پلان څخه یې حذف کړي.

دامریکا استازې په طالبانو غږ وکړ چې د دوحې د سیاسي پروسې دبریالیتوب لپاره خپلې ژمنې ترسره کړي.

"طالبان باید د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې ترسره کړي، دافغانستان د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي، د برمته نیونې دیپلوماسي ختمه کړي او د ښځو او نجونو د حقوقو څخه نه بښونکې سرغړونې او ظلمونه پای ته ورسوي. "
امنیت شورا کې دامریکا استازې جینیفر لوسیتا

دملګرو ملتونو امنیت شورا کې دامریکا استازې زیاته کړه چې متحدو ایالاتو ددې لپاره دیوناما د ماموریت تمدید تصویب کړچې افغانستان کې دبشري ناورین د احتوا اود دیالوګ د ملاتړ لپاره د یوناما هلې ځلې دسولې او امنیت په ګټه تمامیږي.

ملګرو ملتونو کې دافغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم امنیت شورا ته خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور دوام خورا اړین ځکه وباله چې دغه هیواد اوسمهال له څو اړخیز سیاسي ، بشري ،اقتصادي او د بشري حقوقو له ناورین سره مخ دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، چې په ۲۰۰۲ کال کې په دغه هیواد کې د سولې او پرمختک دهلو ځلو د ملاتړ لپاره تاسیس شوی ،هرکال تمدیدیږي خو د مارچ په میاشت کې د امنیت شورا د غړو هیوادونو ترمینځ دافغانستان د اوسني وضعیت په اړه د اختلافاتو له کبله په غیرمعمول توګه یواځې د ۳ میاشتو لپاره تمدید شوی وو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG