له فاسټ فوډ یا ژر چمتو کېدونکو خوړو سره د ماشومانو مینه طبیعي، خو له روغتیایي پلوه ښه نه ده.
یو شمیر افغان کورنۍ وايي، ماشومان یې دغه خواړه ډېر غواړي او دا چې بل څه نه خوري اړ دي چې ډېر ځله یې غوښتنې پوره کړي.
د کابل د خوشحال خان مینې اوسېدونکې نظیفه ستانکزی د خپلې کورنۍ د یو ماشوم کیسه کوي چې په خبره یې له فاست فوډ یا ژر چمتو کېدونکو خوړو پرته بل څه نه خوري:" زما یو کوچنی ورور دی، د اوو کلونو دی، هغه لکه د نورو ماشومانو په څیر له فاست فوډ سره ډېره زیاته مینه لري، سره کړي خواړه ډېر زیات یې غواړي، ان په ورځ کې درې څلور ځلي، بازاري چپس، برګر، پېرکي یا فلافل دغه خوري، یا هم په کوری کې غواړي چې چپس یا داسې یو شی راته پوخ کړئ."
ستانکزۍ د خپلې کورنۍ د یوه ماشوم په اړه وايي: "که چیرې درې وخته ډوډۍ کې هم فاست فوډ یا سره کړي خواړه ورکړي دا به نه، ونه وايي."
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی نجیب الله هم ورته خبره کوي:"د یو متوسط اقتصاد سره سره چې لرم یې، د ماشومانو غوښتنه دا ده چې تل باید فاسټ فوډ خواړه ورته ورکړل شي، لکه پیتزا، برګر او نور او زه مجبور یمه چې د هغوی غوښتنې پوره کړم."
د ننګرهار د جلال اباد اوسېدونکې زرکه بیا وايي، ماشومان یې فاسټ فوډ غواړي خو دا یې همیشه نه، بلکې کله، کله ورته چمتو کوي: " فاسټ فوډ هغه خواړه دي چې ګټه نه لري خو تاوانونه یې ډېر دي، ډاکټران هم وايي چې باید ډېر ونه خوړل شي، زما خپل بچبان راته تل وايي، چې مونږ ته فاسټ فوډ تیار کړه، زه همیشه نه خو کله نا کله یې ورته تیارومه نو."
روغتیا پالان، ماشومان ته په ډېره اندازه د فاسټ فوډ ورکول، د دوی د روغتیا لپاره ښه نه بولي او پر ځای یې د داسې خوړو په ورکولو ټینګار کوي چې د دوی په خبره ویټامینونه او منرالونه په کې شامل وي.
له دې ډلې د ننګرهار د صحت عامې روغتون د ماشومانو د برخې مشر رنځوروال واحدالله حبیبي عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "دا طبیعي خبره ده چې ماشومان هغه رنګونه چې هغه تیز وي، که سور رنګ دی، که ژېړ رنګ دی یا نور داسې رنګونه چې جذباتي دي ډېر خوښوي، خو د فاست فوډ ډېر استعمال د ماشومانو په روغتیا منفي اغیز کوي، ځکه چې په دې خوړو کې ډیری وخت غوړ زیات وي، مالګه وي، شکره یا بوره وي، یا هم نوره کالوري چې په موقتي ډول مړښت ورکوي، خو هغه څه چې د ماشوم ودې او تکامل ته په کار دي لکه ویتامینونه او منرالونه هغه په فاست فوډ کې نه وي."
نوموړي ټینګار کوي چې ماشومانو ته باید داسې خواړه ورکړل شي چې هر څه په خپله مناسبه اندازه په کې موجود وي لکه سبزیجات او میوې.
د ښاغلي عبدالرحیم زي په خبره د فاست فوډ په ډیره اندازه خوراک د ماشوم وزن زیاتوي چې د زړه د ناروغۍ خطرونه رامنځته کوي، دغه شان د ده په خبره غاښونو ته هم زیان رسوي.
که څه هم په افغانستان کې له پخوا راهیسې د فاست فوډ یا ژر چمتو کېدونکو خوړو، چې تر ډېره سره کړي هغه په کې شامل دي رسټورانتونه موجود وو خو په تیرو درې لسیزو کې نور هم زیات شوي دي.
په راپورو کې مرکه شویو کسانو ازادي راډیو ته وویل، کله چې دوی له کورنۍ سره بهر ځي نو ماشومان یې ټینګار کوي، چې فاست فوډ خواړه ورته واخیستل شي.
دغه شان د دوی په خبره د یو شمیر ښوونځیو مخو ته په غرفو او ولاړو کراچیو کې هم دا ډول خواړه خرڅېږي چې ماشومان یې د کورنۍ له سترګو پټ اخلي او ورنه استفاده کوي.
د دوی ادعا دا ده چې د نورو ستونزو تر څنګ چې ډاکټران یې یادونه کوي، دا چې دا خواړه د لارې پر سر برابرېږي، تر ډېره پاک هم نه وي چې د ماشومانو د ناروغېدو لامل کېږي.
خو مخکې یو شمیر دغو پخونکو او پلورونکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دوی پاکۍ او صفایۍ ته جدي پام کوي او دا چې د دوکانونو د کرایې وس نه لري ناچاره دي چې په دې ډول خپل کار مخته بوځي.