کابل، له ترافیکي ګڼې ګوڼې ډک ښار، دغلته شته سړکونو ته په کتو د موټرو شمېر څو برابره زیات دی چې خلکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
دا ګڼه ګوڼه د تېر جمهوري نظام پر مهال هم وه، خو اوس یوځل بیا ځکه زیاته شوې چې د ښار د اوسیدونکو په وینا، ښي لاس شترینګ لرونکي موټر په کې ډېر شوي دي.
د ښار اوسیدونکي وایي، ښي لاسي موټر عام خلک هم کاروي، خو په خبره یې ډېر کاروونکي یې د طالبانو د حکومت ملکي او پوځي کارکوونکي دي.
د کابل یوه اوسیدونکي چې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل:
«په کابل ښار کې د ښي لاس اشټرینګ لرونکو موټرو له امله ټرافیکي ګڼه ګوڼه ډېره زیاته شوې ده، دا موټر ارازنه هم دي ډیری کسانو اخیستی، تر ډېره د طالبانو ملکي او نظامي کارکونکو دا موټرې اخیستي دي او استفاده ترې کوي، کله چې ښار ته په کوم کار پسې ځو په ساعتونو ساعتونو په لاره کې بند پاتې کیږو.»
پر کابل سربیره د افغانستان نور لوی ښارونه هم له همداسې ګڼې ګوڼې او غږیزې ککړتیا سره مخامخ دي.
د جلال اباد یو اوسیدونکی وایي، د طالبانو د ترافیکو اړوند ادارې اوس هم دغو موټرو ته اسناد ورکوي.
هغه د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
د طالبانو له راتګ وروسته د دغه موټرو واردات زیات شوي دي، او خلک تر ډېره دا موټرې اخلي، ځکه یو خو ارازانه دي او بل طالبان هم ورته اسناد ورکويد ننګرهار یو اوسیدونکی
د کابل ښار یو بل اوسېدونکې میرواحد بیا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت نه غوښتنه کوي چې د دغه موټرو په وارداتو بندیز ولګوي او دا چې وارد شوي موټر کباړ کړي:
«په کابل کې باید یوازې د افغانستان لاس موټرو ته اجازه ورکړل شي، ځکه په وروستیو کې د پاکستان لاس موټرې بیخي ډېرې شوي دي، په دې سره ټرافیکي ګڼه ګوڼه او ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوي دي، زموږ له اوسني حکومت هیله ده چې د دغه موټرو په وارداتو بندیز ولګوي.»
د افغانستان پر لویو لارو کله نا کله خونړۍ ترافیکي پیښې هم کیږي چې د ځینو په وینا یو لوی لامل یې د بدل لاس شترینګ لرونکو موټرو موجودیت دی.
د لوګر یوه اوسېدونکي سید احمد ازادي راډيو ته وویل، د موټرو د ټکر څو پیښې یې چې لیدلي، لامل یې همدغه بدل لاس موټر دي:
په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو یو عامل د خارجه لاس موټرو ډېرېدل دي، چې ټکر شوی وي او ورشې وې ګورې همدا بدل لاس موټر به وي، دلته اوس تقریبا نوي سلنه خلک همدا موټر استعمالوي چې لویې ستونزې یې راپیدا کړي دي.د لوګر اوسیدونکی سیداحمد
که څه هم په افغانستان کې د ښي لاس یشټرینګ لرونکو موټرو شمېر نه دی معلوم خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په ۲۰۲۴ کال کې اټکل کړی وو چې په ټول افغانستان کې ښايي یو لکو پورې بې اسناده موټر موجود وي او دوی هڅه کوي چې ټول ثبت او راجستر کړي.
داسې مهال چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د هغه مهال چارواکو په افغانستان کې د بې اسناده او ښي لاس اشټرینګ لرونکو موټرو شمېر ۴۰ زره ښودلی و.
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی وو چې دوی به ټولو یو کیلي یا بې اسناده موټرو ته چې تر ډېره ښي لاس اشټرینګ لرونکي موټر دي په افغانستان کې د چلېدو جوازونه ورکړي.
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې ښي لاس شټرینګ لرونکو موټرو ته لنډ مهاله اسناد ورکوي.
دغه وزارت ویلي وو چې دغه موټرو ته د ستونزو د هواري په هدف درې کلن اسناد ورکول کیږي، خو خلک وايي نه یوازې ټرافیکي ګڼه ګوڼه ورسره نه ده کمه شوې بلکې د کابل ښار په ګډون په بېلابېلو لویو لارو د ټرافیکي پېښو لامل هم ګرځي.
د طالبانو د حکومت د ټرافیکو عمومي ریاست مسولینو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر یې منلې چې د ترافیکي پيښو د زیاتوالي یو لامل همدا ښي لاسي شترینګ لرونکي موټر دي.