د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۸

چارواکي : په ځیرک ټلیفونونو بندیز په ځینو ولایتونو کې عملي شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت یو شمېر غړي وايي په دولتي ادارو کې په ځیرک ټلیفونونو بندیز په ځینو ولایتونو کې عملي شوی. د استخباراتو د عمومي ریاست یوې سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې د نظامي او سترې محکمې په کارکونکو دا بندیز عملی شوی خو خپله دویته تراوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو شمېر غړي وايي په دولتي ادارو کې په ځیرک ټلیفونونو د بندیز پرېکړه په ځینو ولایتونو کې عملي شوې ده خو ځینو نورو ولایتونو ته تراوسه نه په شفاهي او نه هم په لیکلي بڼه په دې اړه کوم خبر ورکول شوی دی.

د راپورنو له مخې دا حکم په شفاهي ډول په کندهار کې والیانو ته د یوې ناستې پر مهال اورول شوی او له هغې وروسته والیانو په خپلو ولایتونو کې ولسوالانو ته رسولی دی.

که څه هم ویل کیدل چې دا حکم به د جون په ۱۶مه عملي کیږي خو وار له مخه په ټولنیزو رسنیو د طالبانو یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې لیدل کیږي دوی ځېرک ټلیفونونه ماتوي او وايي د امیر د اطاعت له مخې دا چاره ترسره کوي.

د راپورنو له مخې سې شنبه د جون ۱۶مه دا حکم په یو شمېر ولایتونو کې عملی شوی خو په ځینو ولایتونو کې سرچیني وايي لا هم دوی ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست یوې سرچیني ازادي راډيو د نوم او د غږ د نه خپرېدو په شرط وویل چې د نظامي برخې او سترې محکمې په کارکونکو دا بندیز عملی شوی خو د استخباراتو اړوند کارمندانو ته تراوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

د افغانستان شمال کې د یوې دولتي ادارې کارمند ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې تېره ورځ د ولسوالۍ په اداري جلسه کې ګډون کوونکو ته خبرداری ورکول شو چې د ځیرک ټیلفونونو د کارونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي چهارشنبه د د غبرګولي په ۲۷مه د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل

پرون چې کومه جلسه وه په ولسوالۍ کې، کوم مکتوب کې چې له نظامي محکمې راستول شوی، له مخې یې په ټولو دولتي ادارو ان په ښوونځیو او روغتونونو کې هم په ځیرک ټلیفونونو کارولو بندیز لګول شوی دی
یو دولتي کارمند

: « پرون چې کومه جلسه وه په ولسوالۍ کې، کوم مکتوب کې چې له نظامي محکمې راستول شوی، له مخې یې په ټولو دولتي ادارو ان په ښوونځیو او روغتونونو کې هم په ځیرک ټلیفونونو کارولو بندیز لګول شوی دی، دا بندیز د محرم له لومړۍ نیټې د عملي کېدو وړ دی، ان د ناستې ګډون والو ته خبرداری ورکړل شو چې که له دې حکم چا سرغړونه وکړه نو له قانوني کړنو سره به مخ شي او ان ښايي دنده ترې واخیستل شي.»

په شمالي ولایت سمنګان کې د طالبانو د ولایتي ادارې یو کارمند ازادي راډيو ته وویل چې ټولو ادارو ته په دې اړه مکتوبونه نه دي استول شوي خو په شفاهي ډول ورته ویل شوي دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

تر اوسه ټولو ادارو کې مکتوبونه نه دي تکثیر شوي، یوازې د نظامي محکمې او سترې محکمې برخو ته مکتوبونه تللي دي
دولتی کارمند

« تر اوسه ټولو ادارو کې مکتوبونه نه دي تکثیر شوي، یوازې د نظامي محکمې او سترې محکمې برخو ته مکتوبونه تللي دي، نور والیانو ته په مرکز کې ویل شوي او والیانو بیا په خپلو ولایتونو کې ولسوالانو او امنیه قومندانو ته دا پرېکړه اورولې ده او د محرم له لومړۍ نېټې وروسته د عملي کېدو وړ ده. »

خو په ننګرهار کې یوې دولتي سرچیني بیا ازادي راډيو ته وویل چې دوی ته تر دې دمه په دې اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

دې هم چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل

«موږ ته تراوسه نه په مکتوبي ډول او نه هم په شفاهي ډول داسې کوم څه ویل شوي
دولتي کارمند

: «موږ ته تراوسه نه په مکتوبي ډول او نه هم په شفاهي ډول داسې کوم څه ویل شوي دي، تراوسه خو دا یوازې فیسبوکي اوازې دي او عملي څه نه دي لیدل شوي.»

د طالبانو د حکومت دغه کارکونکو ازادي راډيو ته وویل هیڅ نه پوهیږې دا پرېکړه ولې او د څه پر بنسټ شوې ده.

په همدې حال کې د ادارې او مدیریت د برخې یو شمېر پوهان وايي په ۲۱مه پیړۍ کې له ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

له ډلې یې دریا خان بهیر ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په نړۍ کې له ټکنالوژۍ او برقي وسایلو استفاده په چټکۍ د ډېرېدو په حال ده او افغانستان هم کولای شي د مدیریت د لا ښه کېدو او پر وخت د اطلاعاتو د خپرېدو په پار له عصري ټکنالوجۍ ګټه واخلي.

هغه وویل

له شک پرته چې د دغو وسایلو کارول د چارو د چټکتیا او پرمختګ په برخه کې ډېره مرسته کوي
دریاخان بهیر

: " له شک پرته چې د دغو وسایلو کارول د چارو د چټکتیا او پرمختګ په برخه کې ډېره مرسته کوي، په افغانستان کې، سره له دې چې لا هم د کارونو یوه برخه په ادارو کې په دودیز او کلاسیک ډول پر مخ ځي، بیا هم د معلوماتي ټکنالوژۍ او ځیرکو وسایلو کارول د مدیریت په بهیر کې خپلې اسانتیاوې لري، د بېلګې په توګه، د معلوماتو د تبادلې او پراختیا، د معلوماتو د مدیریت او د کاري پروګرامونو د تنظیم او مدیریت په برخو کې ترې سمه ګټه اخیستل کېدای شي، څو د وخت له ضایع کېدو مخه ونیول شي."

تراوسه لا معلومه نه ده چې د طالبانو مشر ولې او د کوم دلیل له مخې دا پرېکړه کړې ده، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې په رسنیو او خبریالانو یو لړ محدودیتونه لګولي چې د خبریالانو په خبره معلوماتو ته یې د دوی لاس رسی سخت او په ځینو مواردو کې ناممکن کړی دی.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او نه هم تراوسه په رسمي ډول دا موضوع تایید شوې ده، خو لا له وړاندې په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو ګانې خپرې شوي چې په کې ښودل کیږي د طالبانو یو شمېر غړي خپل ځیرک ټلیفونونه ماتوي او وايي د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ دا کار کوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG